د لاسرسي ځای

په پېښور کې چاودنه


د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په شعبه بازار کې چاودنه شوې ده.

په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل دي. د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، چاودنه په یوه ولاړ ګاډي کې شوې ده. پولیس وايي، پېښه په موټر کې د ګیس د سیلېنډر د چاودېدو له کبله شوې ده. خو د ګاډي د څښتن ورور وايي په موټر کې یې د ګیس سیلېنډر نه وو.
XS
SM
MD
LG