د لاسرسي ځای

شمسي هوايي اډه نه خالي کوو: امریکا


اسلام اباد: د پاکستان د ځواکونو مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني. د ۲۰۱۱ز کال د جون یولسمه

اسلام اباد: د پاکستان د ځواکونو مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني. د ۲۰۱۱ز کال د جون یولسمه

رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو

رویټرز خبري اژانس لیکي امریکا د پاکستانیو چارواکو هغه غوښتنې رد کړې دي چې په بلوچستان کې دې د امریکا سرتېري تر خپل استعمال لاندې پوځي هوايي ډګر خالي کړي. دا هوايي میدان د شمسي په نوم پېژندل کېږي او د استخباراتو مرکزي اداره سي آی اې یې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره کاروي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، یوه امریکايي چارواکي چې له دې معاملې خبر دی، د نوم نه ښودو په شرط ویلي امریکایانو د شمسي هوايي اډه نه ده پريښې او داسې هیڅ اراده هم نه لري. دې چارواکي په صفا ټکو کې ویلي: ((هغه اډه نه هم خالي شوې، او نه هم خالي کېږي.))

رویټرز خبري اژانس لیکي دا خبره یوه بل امریکايي چارواکي هم منلې ده.

امریکا دا هم ویلي چې په پاکستان کې به د بې پیلوټه امریکايي الوتکو عملیات په قوت روان وي. دا خبره د دواړو هېوادونو د امنیتي چارواکو خراب اړیکي لا نور تاووي. دا اړیکي له مودې راهیسې تر زیاتېدونکي فشار او تناو لاندې دي.

د شمسي هوايي میدان په اړه د پاکستان چارواکو په بیا بیا ویلي چې دا تړل کېږي. د رویټرز خبري اژانس په خبره، دا هغه تبصرې دي چې ښايي مقصد یې پر پاکستانۍ خاوره د امریکايي پوځي عملیاتو پر وړاندې مخالفت ختم او یا هم کم کړل شي.

د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان د دفاعي چارو وزیر احمد مختار د برېتانیې فنانشل ټایمز ورځپاڼې ته وویل پاکستان لا مخکې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو عملیات له هغه ځایه ودرولي دي.

تېره ورځ احمد مختار رویټرز خبري اژانس ته وویل: (( هر کله چې په هغه ځای کې امریکايي ځواکونه فعالیت نه لري نو د بېپیلوټه الوتکو هیڅ بریدونه به نه کېږي.))

هغه وویل اسلام اباد پر امریکا ان د مې تر دویمې نېټې مخکې فشار راوستی وو چې دا اډه دې خالي کړي.
د مې په دویمه نېټه ځانګړو امریکايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د القاعده مشر اسامه بن لادن وواژه.

اسلام اباد: د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ايډمرل مایک ملن او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په پاکستان کې د امریکايي سفارت خانې دننه د خبري غونډې پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د مې ۲۷مه

د پاکستان د دفاع وزیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د اسامه تر عملیاتو وروسته یې بیا امریکا ته د اډې د پرېښودو وویل.

یوه لوړپوړي پاکستاني پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې کله امریکا په لومړي وختونو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړل نو پاکستان ورته د جیکب اباد او شمسي اډې ورکړې.

د دې چارواکي په خبره، د جیکب اباد اډه ډېر وخت مخکې خالي کړل شوې ده، خو شمسي لا اوس هم له امریکا سره ده او اوس یې خالي کوي.

په دې هر څه چې موږ د پاکستان د دفاع له وزیر احمد مختار سره د اړیکي کولو هڅه وکړه نو د هغه د دفتر یوه افسر مشال راډیو ته وویل چې د دفاعي چارو وزیر لاهور ته ځي او زښت مصروف دی. د دفاعي چارو د وزارت ویاند جنرال ریټایرډ امیر حیدر علي هم په لاس رانغی او د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ویاند مېجر جنرل اطهر عباس هم د تبصرې کولو لپاره موجود نه وو.
XS
SM
MD
LG