د لاسرسي ځای

افغان سېنېټران وايي برید طالبان نه پاکستانی پوځ یې کوي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي


بازمحمد عابد مشال ریډیو جلال اباد

د مشرانو جرګې/ سینټ شپږ کسیزه پلاوي د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستاني پوځ له لوري د شوي بریدونو پلټنه بشپره کړه.

د دغه پلاوي مشرعبدالحنان حقګوی خبریالانو ته وویل چې موږ داسې شواهد لاس ته راوړي چې دا څرګندوی چې دغه بریدونه د پاکستان د پوځ له خوا تر سره شوي. ده زیاته کړه،” موږ ټول اسناد او شواهد راټول کړي چې دا کار د پاکستان له لوري کیږي. دا کار د عادي مخالفینو یا طالبانو له خوا نه دي، ځکه دغه مرمۍ چې راځی ځینې په کې چاودلي نه دي، هر یوه یې له پنځوسو څخه تر یو نیم سل کیلو پورې وزن لري. دا چې د دې له پاره دستګاه نه وي، دومره دقیق هدف پرې نه شي ویشتل کیدي. باید چې د افغانستان حکومت ژر تر ژره د پاکستان له چارواکو سره جدي خبرې وکړي او دې مسلې ته د پاي ټکی کیږدي٬٬

د سینټ یو بل غړی رفیع الله حیدري د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستاني چارواکي دا نه منی چې بریدونه د دوی د پوځ له لوري تر سره کیږي وویل،” زه فکر کوم چې د پاکستان ملکي خلک او په تیره د هغوي ریس جمهور زرداري له دې نه هم نه و خبر چې اسامه یې په خوا کې اوسیږي، خو کله چې یې د هغوی تر خوا مړ کړ نو ټولې دنیا ته پته ولګیده چې اسامه په پاکستان کې و. زه فکر کوم چې زرداري ته به دا پته نه لګي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په سرحدونو توپونه او توغوندي داغوي. دا کار د هغوي پوځیان کوي. د پنجشنبې په ورځ د مشرانو جرګې مشر مسلم یار او ورسره څو تنه نور مشران په همدې حقله د ولسمشر حامد کرزي سره ملاقات لري او په همدې مسله به د شواهدو په رڼا کې ورسره ګوري څو د دې مسلې حل راووځي٬٬

سینټر لطف الله بابا وايي چې که چیرې د پاکستاني پوځ له لورې د افغانستان په سرحداتو د توغوندیو بریدونه بند نه کړی شي نو افغانان به ولسي پاڅون وکړي دې زیاتوي،” د پاکستان پوځ چې دغه کرغیړن اعمال تر سره کوي چې زموږ بې ګناه ورونه، خویندې، ماشومان او سپین ږیري پرې وژنې. که چیرې د پاکستان پوځ دغه حملې بندې نه کړي، د کونړ او ننګرهار بلکې د ټول افغانستان وګړي به د خپل ځان نه د دفاع په خاطر ولسي پاڅون وکړي.٬٬

د سینټ د پلاوي په وینا د تیرو دریو هفتو راهیسې د افغانستان په سرحداتود پاکستاني پوځ له خوا ۵۷۰ پورې د توپونو او توغوندیو ګوزارونه شوي چې تر ۵۲ تنه ملکي وګړي په کې وژل شوي او د یوه پولیس په شمول په کې ۱۲۴ تنه ژوبل شوي دي او د زرو په شاه و خوا کې کورنۍ له خپلو سیمو څخه په کډه کولو مجبوره شوي دي.
XS
SM
MD
LG