د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د حج او اوقافو رييس د وژنې په تور شپږ تنه نیول شوي




سيدشاه سقيم

تېره ورځ په کندهار ښار کې ددغه ولايت د حج او اوقافو رييس حاجي عبدالله حليمد ناڅرګندو وسله والو کسانو په بريد کې وژل شوى وو پوليس وايي چې له پېښې سره د تړاو لرلو په تور يې تر اوسه پورې شپږ تنه نيولي دي .

په کندهار کې دا لومړى ځل دى چې تر يوې ترورستي پېښې څو ساعته وروسته پوليس له پېښې سره د تړاوو لرلو په تور څوک نيسي.
تېره ورځ د کندهار د حج او اوقافو رييس حاجي عبدالله حليمد ناڅرګندو وسله والو کسانو په بريد کې وژل شوى وو

د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق د يوې خبرې غونډې پر مهال خبريالانو ته وويل چې دوى تر اوسه پورې د حج او اوقافو د رييس د وژنې په تور شپږ تنه نيولي.
(( په هماغه سيمه کې اوس هم پوليس پلټنې کوي . تر اوسه پورې شپږ تنه نيول شوي دي چې پوښتنې ورڅخه روانې دي، مونږ د کندهار خلکو ته ډاډ ورکوو چې بريد کوونکي به نيسو او قانون ته به يې سپارو))

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د همدې خبرې غونډې پر مهال د يادې پېښې په غندلو سربېره وويل چې د تېر په پرتله يې په ښار او ولسواليو کې زيات امنيت راوستى دى، يو يا دوه کاله وړاندې به مونږ ډنډ يا ارغنداب ولسواليو ته نه شواى تلاى ځکه چې هلته د دولت وسله وال مخالفين زيات وو . په دې کې شک نشته چې په کندهار کې د ناامنيو زياتې پېښې شوې دي . خو زمونږ له هڅو سره په ښار او ډېرو ولسواليو کې امنيت راغلى دى.٬٬

که څه هم د کندهار امنيتي چارواکي په ښآر او ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت خبرې کوي خو په دې ورستيو وختونو کې بيا هم په دغه ولايت کې دناامنيو زياتې پېښې شوې دي.
XS
SM
MD
LG