د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو رازداري دې وساتل شي


ژباړه:احمدشاه اعظمي

برتانوي ورځپاڼي فاينېنشل ټايمز د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه د خبريال احمد رشيد مقاله خپره کړې ده چي ليکي، د کابل پر مشهوره هوټل د نهي د شپې تر وسله وال بريد وروسته اوس پوښتنه پيدا کيږي چي له طالبانو سره پر پټو خبرو اترو څومره باور کېدای شي؟

په فايننشل ټايمز ورځپاڼه کي احمد رشيد ليکي، د امريکايي ولسمشر باراک اوباما لخوا له افغانستان څخه د پوځونو د ايستلو پلان او په دې هيواد کي د سولي راتګ له طالبانو سره پر خبرو اترو تکيه کوي. دی ليکي چي ده له ۲۰۰۵م کال راهيسي په افغانستان کي د سولي لپاره خبري اتري څارلي دي چي په لومړي سر کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او طالبانو تر منځ وې او په دې وروستو کي امريکا هم برخه پکي واخیسته.

ليکوال زياتوي چي اوسمهال نه يوازي د افغانستان امن له خطر سره مخامخ دی بلکې ټوله سيمه او پاکستان هم له بې ثباتۍ سره مخ دي. ليکوال له طالبانو سره د هغو خبرو اترو ذکر کوي چي ده ته يې غربي چارواکو په اړه ويلي دي. دی ليکي چي د طالبانو د مشرانو او امريکايي حکومت د چارواکو تر منځ په لومړي ځل خبرې اترې د ۲۰۱۰م کال په نومبر کي د جرمني د ميونیخ ښار په اطرافو کي وشوې. په دې غونډه کي د جرمني يو سفارتکار او د قطر چارواکي هم وو چي د طالبانو په غوښتنه راغلي وو. دغه خبرو اترو تر يوولس ساعتونو دوام وکړی.

ليکوال ليکي چي د خبرو اترو دوهم پړاو د روان کال د فبروري پر پنځلسمه نېټه د قطر په سر ښار دوحه کي تر سره شو. تر خبرو اترو درې ورځي وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن پخپل يو بيان کي وويل چي دوی د رواني شخړي د پای ته رسولو لپاره سفارتي هلي ځلي پيل کړي دي چي په ترڅ کي به يې د القاعده او طالبانو تر منځ ايتلاف مات شي، ياغيتوب به پای ته ورسيږي او په دې سره به نه يوازي په افغانستان کي په امن راستو کي مرسته ورسيږي بلکې په سيمه کي به هم ثبات را منځ ته شي.

ليکوال زياتوي چي د خبرو اترو دريم پړاو د مي پر اوومه او اتمه نېټه يو ځل بيا په ميونیخ کي تر سره شو. په دې کي هم هغو ټولو غاړو برخه واخسته چي مخکي يې په خبرو اترو کي برخه درلوده. د باور پيدا کولو په موخه د جون پر اوولسمه نېټه د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د امريکا هغه درخواست ومنی چي له مخي يې له طالبانو او القاعده سره بېل چلند وکړل شي.

ليکوال ليکي، د خبرو اترو د هر پړاو په اړه ولسمشر کرزي ته مالومات ورکول کيږي او ده د طالبانو هغه خواهش هم ومنی چي له امريکا سره دي مخ په مخ د خبرو اترو موقع ورکړل شي. پاکستاني مشرانو ته هم د خبرو اترو په اړه مالومات ورکړل شوي دي چي خو دوی ځيني تحفظات لري.

ليکوال زياتوي، د جرمني او امريکا هدف د ۲۰۰۱ کال د بون د غونډي لمانځل هم دي چي په ترڅ کي يې په افغانستان کي عبوري حکومت را منځ ته شو. تمه څرګنديږي چي د ۲۰۱۱م کال د بون په غونډه کي به طالبان هم ګډون وکړي.

طالبان د خبرو اترو په لړ کي د جرمني او قطر منځګړيتوب ته تر بل چا په ښه سترګه ګوري ځکه چي دغه هيوادونه بې طرفه پاته شوي دي. ليکوال ليکي چي ده ته د طالبانو يو پخواني مشر وويل چي اصل ستونځه د طالبانو او امريکا تر منځ ده نو په دې خاطر دوی غواړي چي نړيواله ټولنه په دې بهير کي برخه واخلي او دوی ته ضمانتونه ورکړي.

ليکوال په پای کي ليکي چي حکومت او رسنيو ته پکار ده چي خبري اتري د برياليتوب پر لوري بوزي او د برخه والو د رازدارۍ احترام وکړي. ځکه چي د افغانانو هڅې همېش د مخالفه حکومتونو او سخت دريځو لخوا له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. رواني خبري اتري پټي نه دي خو په دې کي څوک برخه اخلي، پر څه بحث کيږي، او څه پرمختګ شوی دی؟؟؟ دا هر څه بايد پټ وساتل شي چي دا ډول د سولي او روغي جوړي لپاره د خبرو اترو روان بهير بريالی شي.
XS
SM
MD
LG