د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایراني مشرانو اختلاف دا هیواد کوم لوري ته وړي


ژباړه:احدشاه اعظمي

د ډپلومېټ مجلې د ايراني ولسمشر احمدي نژاد او د ايران د مذهبي مشر آيت الله علي خامنيي تر منځ د اختلافاتو په اړه مقاله خپره کړې ده، او ليکي چي د دواړو ايراني مشرانو تر منځ اختلاف خپل اوج ته رسېدلی دی او په داسې وخت کې له احمدي نژاد سره ډيرې کمې لارې پاته شوي دي.

ډپلومېټ مجله ليکي، د ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد او د ايران د مذهبي مشر آيت الله علي خامنيي تر منځ خوټېدلي اختلافات د تيري مياشتي تر کړکېچ وروسته اوس ټولو ته څرګند شول. ډېری خلګ دا فکر کوي چي د ولسمشر راتلونکی به اوس څرنګه وي؟

په مقاله کي ليکل شوي چي د دواړو مشرانو تر منځ اختلافات هغه وخت پېل شول کله چي خامینايي د استخباراتو د وزير حېدر مصلحي د بيا بحاله کولو ټينګار وکړی چي د اپريل په مياشت کي يې د احمدي نژاد پر فشار استعفا ورکړې وه.

د خامینايي په اړه ويل کيږي چي هغه په دې معامله کي تر دې حده ولاړی چي احمدي نژاد ته يې آخري خبرداری ورکړی چي د ده پرېکړه ومني يا دي له ولسمشرۍ څخه استعفا ورکړي.

د دې په غبرګون کي احمدي نژاد تر يوې هفتې پوري صدارتي محل ته نه و رغلی، د کابينې د غونډي له مشرۍ څخه يې انکار وکړی او د خامینايي کور ته يې د مذهبي مراسمو لپاره ورتګ هم پرېښودی.

مقاله زياتوي چي د مصلحي استعفا نه يوازي د روحاني مشر دښمني را وپاروله بلکې د ولسمشر پخواني ملاتړ کونکي يې هم خپه کړل چي يو يې د احمدي نژاد پخوانی روحاني استاد آيت الله محمد تقي مصباح يزدي دی چي ويلي و د مذهبي مشر نافرماني داسي ده لکه له خدای څخه مرتد کېدل.

د يزدي څرګندوني تر هغه وروسته راغلې کله چي احمدي نژاد له ده سره د مشورې پرته مصلحي له وزارته ليري کړی. ډېری ايرانيان دا عقيده لري چي مذهبي مشر پر مځکه د خدای نماينده دی.

مقاله زياتوي چي د احمدي نژاد حالت هغه وخت نور هم اضطراري شو کله چي ايراني پارليمان د ولسمشر لخوا د تيلو وزارت له ځان سره د ساتلو پرېکړه چيلنج کړه او عدالت ته يې مقدمه يووړه.

د ايران مهر خبري اژانس راپور ورکوي چي د ايران يو شمېر پارليماني غړو د روانو حالاتو په ترڅ کي پر ولسمشر د مقدمې چلولو هڅه کړې ده. بلخوا د احمدي نژاد حالت په دې هم زيات کمزوری شوی دی چي د ايران خارجه پاليسي يې له ناکامۍ سره مخامخ کړې ده او د ايټمي پروګرام پر سرد ده د درېدو له کبله ايران په نړۍ کي يوازي پاته شوی دی.

په مقاله کي پر مخ ليکل شوي چي اصل لوبه به په راتلونکي مارچ کي د پارليمان لپاره د ټاکنو پر مهال پېل شي چي يو کال وروسته يې په ۲۰۱۳ کي بيا د ولسمشرۍ لپاره ټاکني کيږي. د پارليمان او ولسمشرۍ په ټاکنو کي د برخه اخستو لپاره د غړو د اهليت معيار د محافيظينو شورا ټاکي چي په څه نا څه ډول د استخباراتو د وزارت پر سپارښتنو عمل کوي. خو هر څه چي وي داسي ښکاري چي خامینايي به برلاسی شي او احمدي نژاد او دهغه ملاتړ کونکي به دا مني چي د آيين له مخي مذهبي مشر په هيواد کي تر ټولو طاقتور کس دی.
XS
SM
MD
LG