د لاسرسي ځای

له پاکستاني غاړې بریدونو افغان جنرال استعفا ته اړکړ



بازمحمد عابد جلال آباد

د افغانستان په ختيځ زون کې د سرحدي ليوا قومندان جنرال امين الله امرخيل دپاکستاني ځواکونود پرله پسې بريدونو بنديو او د ولس سره په خپلو ژمنو کې د پاتې راتلو له امله استعفا کولو ته اړ شو .

د دغې ليوا د مطبوعاتي دفتر مسول ادريس مومند د پنج شنبې/ زیارت په ورځ مشال ریډیو ته وويل چې نن جنرال امين الله امرخيل کورنيو چارو وزارت ته د خپله استعفا وړانديې کړه.

هغه وويل،"جنرال امرخیل صيب راته له کابله په ټلیفون وويل چې نور په ختيځه سيمه کې د پاکستاني ځواکونو تېری او د بې ګناه ملکي وکړو مرګ ژوبلې زغم نه لري ، ځکه په خبره يې مرکزي دولت او نړيوالي ټولنې چې کومي ژمني د دغو بريدونو د بنديز په اړه کړې وې هغه يې پلی نه کړې٬٬

دغه راز هغه وويل چې جنرال امرخيل ورته دا هم ويلي چې ما چې کوم ګواښونه او ژمنې د پاکستان پر وړاندې له ولسونو سره کړې وې هغه نه شم پوره کولای ، نو زما نور په دنده کې پاتي کيدل تاريخي بدنامي ده.

په روانه میاشت کې په بیا بیا افغان دولت پر پاکستان تور لګولی چې د دوی له غاړې پرخاوره د توغندیو بریدونه کېږي چې د دوی په خبره په کونړ کې له دغو بریدونو سلو زياتو ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتي ده .او ادعا کوي چې د کونړ په دانګام، شیګل، اسمار، او خاص کونړ ولسوالیو کې دا بریدونه شوي دي. دوی وايې چې د بريدونوله امله په سيمه کې دميشتوخلکو يوشميرکورنه ړنک شوي اوګڼ څاروي په کې هم وژل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور پورې کړی وو چې د هېواد پر مشرقي ولایتونو ۴۷۰ راکټونه ورولي دي. د افغانستان سرحدي چارواکي وايي بریدونه د کونړ او ننګرهار ولایتونو په هغو ځایونو کې شوي دي چې ترې د ناټو ځواکونه وتلي دي. چارواکي وايي دا ځایونه اوس پاکستانیو طالبانو ډک کړي دي او ملکي وګړو سیمه پريښې ده. کرزي په خپل بیان کې اشاره ورکړې ده چې د هغې خوا د حکومت ځواکونه د دې بمبارۍ لپاره پړ دي او دا چې دا بریدونه باید سمدستي ودرول شي.


خو ددغه تورونو په اړه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر ویاند مېجر جنرل اطهر عباس ويلي قصداً یې هیڅ راکټونه نه دي ویشتلي خو دا امکان شته چې په حادثاتي ډول ځېنې توغندي هغې خوا ته غورځېدلي وي.
XS
SM
MD
LG