د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما:خوندي افغانستان زموږ په ګټه دی




د امریکا ولسمشر باراک اوباما وایي، په افغانستان کې د دوی مشن بریالی دی او القاعده یې سخته ځپلې ده.

ولسمشر اوباما زیاته کړه، په افغانستان کې د جګړې زور کم شوی دی ، اوس موږ یوه انتقالي پړاو ته اوښتي یو. او لا هم هغه مرحلې نه یورسیدلي، چې په دغه هیواد کې بریالیتوب اعلان کړو.

باراک اوباما په واشنګتن کې خبرې غونډې ته دا هم وویل، چې د امریکا ملي ګټې په دې کې خوندې دي، چې افغانستان له ماتې سره مخامخ نه شي، ځکه چې دا ماتې به بیا القاعده ته لاره هواره کړي چې ځان سره جوړ کړي. خو ده ټینګار وکړ، چې پر القاعده شبکې به فشار ته دوام ورکړي:

امریکایي ځواکونه توانیدلي دي چې القاعده سخته وځپي. ښکاره ده چې د اسامه بن لادن lموندلو وخت واخیستلو ، خو تر دې عملیاتو مخکې هم موږ د دې شبکې د منځنۍ کچې او لوړې سطحې یو شمیر مشران له منځه وړې وو.

اوس القاعده د عملیاتو په برخه کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ ده، د ارتباطاتو په برخه کې ستونزې لري او په اقتصادي برخه کې مشکلات لري او موږ د هغوی پرضد خپل فشار ته دوام ورکوو.″

د امریکا ولسمشر پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت پر دې راټول دی، چې القاعده بیا دا توان پیدا نه کړي، چې پر امریکا برید وکړي او د افغانستان امنیتي چارې افغانان په خپله غاړه واخلي.

بارک اوباما وویل:

موږ په خپل ماموریت کې بریالي کیدای شو، دا ماموریت محدود دی او هغه دا دی چې ډاډه شو، چې القاعده بیا پر امریکا، امریکایانو، زموږ پر متحدانو او د سمندر پورې غاړه زموږ پر شتمنیو بریدونه نه شي کولی.

همداراز ډاډه شو، چې یو افغان حکومت ولرو او افغانان خپل امنیت په خپله خوندي کړي. له دې سره به موږ په خپل ماموریت کې بریالي یوو.″

اوباما زیاته کړه، چې امریکا به دغه غوښتنې ترلاسه کړي، ځکه چې امریکایي پوځیان هلته ډيره خواري کوي او د عسکرو دغه هڅې دي، چې یو شمیر پوځیان بېرته امریکا ته راولو.

ولسمشر اوباما تیره اوونۍ اعلان وکړ، چې تر راتلونکي اوړي به ۳۳ زره امریکایي پوځیان بېرته امریکا ته واستوي.

د دغې ډلې لس زره به د روان میلادي کال تر وروستیو امریکا ته ستانه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG