د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خروټ آباد پېښې رپوټ بلوچستان حکومت ته وړاندې شو


دخروټ اباد دخيزئي څلورلاري پېښه کې پنځه چیچن وګړي وژل شوي
دخروټ اباد دخيزئي څلورلاري پېښه کې پنځه چیچن وګړي وژل شوي

خدا نور ناصر کوټه

دبلوچستان حکومت له خوا اعلان شوي دخروټ اباد دپيښي دپلټنوعدالتي تریبوینل خپل رپوټ پرون دبلوچستان حکومت ته وړاندي کړی. داچي په دې عدالتي ټریبوینل کي څه وو... خدای نورناصرپرې رپوټ لري..

دخروټ اباد دخيزئي څلورلاري پېښه چي پنځه چیچن وګړي په کې وژل شوي وو. دپلټنولپاره يې صوبائي حکومت دعدالتي ټریبوینل اعلان کړی وو.

د دوشنبې په ورځ یاد ټریبوینل خپل رپوټ صوبائي حکومت ته ورکړ. دسلوپاڼو په لیکل شوي دې رپوټ کي دشاوخوا۲۸ عیني شاهدانو بیانونه لیکل شوي.
دې تريبوینل په څه کم يوه میاشت کي دا رپوټ مکمل کړ. ديوې ورځپاڼې دکورټ خبریال کلیم شاه مشال ته وویل؛ په دې ټریبوینل کي چي څه وویل شوه له هغه څخه څرګندېږي چي وژل شوي ټول کسان بې ګناه وو. ځکه چي پولیسو، ملیشه ځواکونواو عیني ګواهانو ټولوپه خپل وار سره بیانونه ورکړل؛

سره له دې په دې يوه میاشت کي چي دعدالتي ټریبوینل کار روان وو، دپولیسوله خوا يووار په هغه سرجن ډاکټرباقرشاه تشدد وشو چي د وژل شویوچیچنایانو پوسټ مارټم رپوټ يې تیارکړی وو. او وروسته بیاهم په هغه خبریال پولیسوتشدد وکړ چي دعدالتي ټریبونل ته يې هغه ویډيوئي فلمونه او عکسونه وړاندي کړي وو چي په کې دملیشه ځواکونواو پولیسوغړيو په دې کسانو ډزي کوي.

جمال تره کی چي دده په وینادپاکستان امنیتي ادارې ورته له هم هغه راهیسي دړکې او دهمکۍ ورکوي. جمال زیاتوي څو ورځي وړاندي چي کله دی له خپل کوره دبازار پرخوا تلو نو پولیسوپه زوره تاڼې ته يووړ او هلته يې پرې تشدد وکړ.

که څه هم دبلوچستان دحکومت له خواتردې دمه ددې رپوټ په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ويل کېږي همدا رپوټ به صوبائي حکومت په اسلام اباد کي يوې خصوصي کمېټۍ ته وسپاري او له هغه وروسته به پرېکړه کيږي چي داکیس په کوم عدالت کي وچلول شي.
XS
SM
MD
LG