د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې هرڅه د آزادی لپاره



فرخنده وزیر

په لاس اینجلس ټایمز کې د شام یو اوسیدونکې نظیر ال عبدو د خپل ورور قیصه لیکلې، چې د شام د ولسمشر بشر ال اسد د واکمنۍ خلاف په مظاهرو کې د برخه اخستلو ورستو ورک دې، د بشیر د بې درکۍ حال د فرخنده وزیر نه اورو.

په امریکایي ورځپاڼه لاس اینجلس ټایمز کې نظیر ال عبدو لیکي، دده مشر ورور بشیر په هغه زرګونو کسانو کې یو دې ، چې د شام ولسمشر بشر ال اسد د خپلې واکمنۍ خلاف د مظاهرو له وجې ګرفتاره کړی دې.

عبدو لیکي، دوي ته اول دا پته نه وه چې ۲۶ کلن بشیر چیرته دې، هغه او د هغه دوه ملګري له هغې وروستو ورک دي، چې کله دوي د شام شمالي ښار جسر ال شغور ته د جون په لسمه نیټه لاړل، او هلته ېي د مظاهرچیانو ویډیو جوړولې.

عبدو لیکي، تیره اونۍ چې کله هغه د شام سرکاري ټیلې ویژن د خپلو ملګرو سره کتو، نو د خپل ورور فوټو ېي ولید، چې لاندې ترې لیکل شوي وو، ده دا ومنل چې په ورانونکو کارونو کې په جسر شغور ښار کې بوخت وو.

بشیر چې د لتاکیه په پوهنتون کې ېی د اقتصاد تعلیم حاصلوو، ورور یې واېي، نه ډیر مذهبي دې او نه ډیر ازاد خیاله، او زیاتوي، اکثره به دواړو وروڼو په ملکي حالاتو خبرې کولې، خو کله مو په سیاسي چارو کې څه برخه نه ده اخستې.

عبدو واېي، په دغه هیواد کې خفیه پولیس په خلکو او د هغوی په تګ راتګ نظر ساتي، چې ایا دوي په څه وراني کې خو بوخت نه دي. حتا که د چا ډیره وړه ګیره هم وي ، نو پولیس ترې پوښتنې کوي. او لیکي، د هغه د ورور ګیره به هم اوس لویه شوي وي، ځکه چې هغه په قید کې دې. او چارواکي به دا اوس داسې ښکاره کوي ، چې ګنې بشیر یو مذهبي توندروه دې.

کله چې په شام کې د ولسمشر اسد د واکمنۍ خلاف مظاهرې پیل شوې ، نو بشیر او د هغه ملګرو به د دغه مظاهرو ویډیوېي فلمونه جوړول، او بیا به ېي په یو ټیوب لګول، چې دا شان نړۍ ته دا مالومه شي، د دوي په هیواد کې څه روان دي.

د بشیر ورور دا هم لیکي د دوي مور پلار به اکثره دوي ته دا ویل ، په سیاسی خبرو کې دې برخه نه اخلي، او صبر دې وکړي، چې د ملک حالات کوم لور روان دي. او بشیر ته ېي دا هم ویلي وو، چې که چرې د حکومت خلاف مظاهرو کې ېي څه برخه واخسته نو پولیس به ېي ونیسي.

عبدو لیکي، بشیر او دهغه په رنګ نورو ځوانانو ولیدل په مصر ، تیونس او لیبیا کې څنګ بدلونونه راغلل، نو اوس د دوي د ملک وار دې.

کله چې بشیر ورک شولو، نو ده داسې فکر کولو هغه چرته ځان پټ کړی ، ځکه چې په دې ورځو کې پولیس خاص کر په ځوانانو نظر ساتي، دوي چرته ځي راځي. او چې کله ېي هغه په سرکاري ټیلې ویژن ولید ، چې دا ېي وومنل، دې په ورانونکو کارونو کې ککړ وو، نو په سترګو کې ېي اوښکې راغلې، ځکه چې دده په فکر ددې د منلو لپاره به پولیسو بشیر ډیر وهلې وي. او له دغې وروستو پولیس هم د هغه کس کورنۍ نیسي، او مجبوروي ېي چې خپل بچې د داسې کارونو نه واړوي.

له دغې وروستو عبدو خپل پلار ته د بشیر په اړه ټیلې فون وکړو او له ویرې ېی ورته وویل، پلاره خفه کیږه مه، دې او بشیر دواړه به په سیاسي کارونو کې له دې وروستو برخه نه اخلو، خو لیکي ډیر حیرانه شو ، چې پلار ورته وويل، زما ځویا مه ته له اجازت درکړو ، تاسو ددې خاورې بهادر بچیان ېۍ، عبدو واېی ده اوریدل چې مور ېي هم د دغه خبرو پر وخت ژړل، او د پلار خواته ېي ولاړه وه.

عبدو واېي،د بشیر تر اوسه هیڅ پته نه لږي ، خو د هغه دوه ملګري د امنتي ځواکونو لخوا ووژلی شول .

عبدو چې اوس په ترکي کې دې ، غواړی د خپلو ملګرو سره د بشیر مشن پر مخ بوځي، او په شام کې خپل پر امنه احتجاج به جارې ساتي .
XS
SM
MD
LG