د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان:صوبو ته اوه نور وزارتونه وسپارل شو


د پاکستان مرکزي کابینې پرون اووه نور وزارتونه د مرکز لخوا صوبو ته د ورکولو منظوري ورکړې. دا وزراتونه به سره دخپلو کارکونکو او فعالیتونو د را روانې میاشتې د لومړۍ نیټې نه صوبو ته وسپارل شي.

په دې کې د صحت،لوبو،د ښځو پرمختیا ،ماحولیات،د خوراک او زراعت ،د محنت او افرادي قوت او د اقلیتي چارو وزارتونه شامل دي.چې په دې سره له مرکزه صوبو ته د ۱۷ وزاراتونو سپارلو دا بهیر پر ۳۰ جون پای ته رسي.

د وزارتونو صوبو ته دسپارلو کمېټې مشر میا رضا رباني له مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل چې دا پارلمان په دې فخر محسوي چې یو آییني ترمیم یې منظور کړ،او بیا عملي کړ.ده وولو دسپارلو ددې عمل بشپړېدو سره به د کمیشن کار هم ختم شي.او حکومت له خپل ولس سره کړې ژمنه پوره کړه.


د مرکزي کابینې دغونډې پرمهال وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني اعلان وکړوچې د جولايي لومړۍ نیټه به دصوبايي خودمختارۍ دقامي ورځې په توګه نمانځل کېږي. دارازد اتلسم آیني بدلون ترمخه صوبو ته دوزارتونو ورکولو دا عمل به ترسره شي. ددې بدلون ترمخه به پنځه وزارتونه یعنې اقتصاد، دفاع، خارجه چارې، مواصلات او مالیاتي امور د مرکز تر واک لاندې وي.

خبریال اجمل خټک کشر وايي که څه هم په دې سره به په نژدو کې کوم څرګند اثر ونه غورزي خو د وخت له تېرېدو سره به دا د صوبو لپاره یو ګټور ګام ثابت شي.
صوبو ته د نویو وزارتونو له سپارلو سره به څه نا څه دوه زره ملازمین له مرکزي حکومت سره پاتې شي او پاتې هغه به یې له صوبايي حکومتونو سره کار کوي.
XS
SM
MD
LG