د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه وژنې د ایبټ آباد زدکونکي اغیزمن کړل


دا هغه کور دی چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن پکې ووژل شو
دا هغه کور دی چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن پکې ووژل شو
ژباړه:احمدشاه اعظمي

ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس د پاکستان په اېبټ آباد ښار کي د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د دغه ښار لوستونکو او ښوونکو ته د ورپيښو ستونځو په اړه يو راپور خپور کړی دی او ليکي چي د برتانيې د ښوونځيو يوې ډلي د اېبټ آباد له لوستونکو او ښوونکو سره له دې کبله خپلي اړيکي پرېکړي دي چي په دې ښار کي د نړيوال ترهګر تنظيم د پخواني مشراسامه بن لادن استوګني د ځايي خلګو شهرت ته هم زيان رسولی دی.

ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس ليکي د پاکستان په ایبټ آباد ښار کي د امريکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په خپل سر د اسامه بن لادن د وژلو عملياتو که يوې خوا ته د دواړو هيوادونو اړيکي ترينګلي کړي دي نو بلي خوا ته يې د دې ښار پر لوستونکو او ښوونکو هم بد اغېز کړی دی. د اېبټ آباد د يو ښوونځي چارواکی ظفر عباسي وايی چي له اسامه سره يو ځای د دوی تړل د افسوس وړ خبره ده ځکه چي د اېبټ آباد د اوسېدونکو او لوستونکو له اسامه سره هيڅ کار نه وو.

راپور ليکي چي په ۲۰۰۸م کال کي د اېبټ آباد څلور حکومتي او يو شخصي ښوونځي د برتانيې په بلېک برن ښار کي د څلورو ښونځيو سره ملګرتيا پېل کړه. وروسته له هغه، د دواړو ښارونو د لوستونکو تر منځ د کلتوري او ښوونيځو هلو ځلو بدلون وده وموندل او ماشومانو يو بل ته خپل نظمونه لېږل او پر قامي ورځو يې مبارکياني ورکولې. د دوی د لوست کمرې هم له يو بل سره د ويډيو کانفرنس له لاري وصل شوې چي د يو اړه لرونکي کس له وينا سره سم ۴۸۰۰۰ ډالره خرچه پر راغله.

د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د بيا رغولو لپاره د برتانيې د نړيوالو کلتوري اړيکو ادارې برټش کونسل د د دوه اړخيزه پروکرام د بيا منظم کولو هڅه وکړه او د مي په منځ کي يې بلېک برن ته د اېبټ آباد د پنځو ښوونکو د سفر اتنظام وکړی. د مي په دوهمه نېټه د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته پاکستاني ښوونکو وويل چي نه يوازي برتانيې ته د دوی سفر منسوخ کړل شو بلکې د بلېک برن چارواکو له دوی سره د ويډيو کانفرنس د کولو پلان هم منسوخ کړی.

د اېبټ آباد يوه ښوونکې رافعه ناز وايي چي دا د لوستونکو لپاره يو ډېر په زړه پوري پروګرام و خو له بده مرغه د ناسم دليل له کبله بند کړل شو.

د اې پي د يو شمېر ټليفونونو او برېښنا ليکونو وروسته بلېک برن د دوشنبې په ورځ يو بيان خپور کړی او وې ويل چي د برټش کونسل لخوا فنډ درول شوی دی. د بلېک برن ښار د ښووني مشر هېري ډيوون پورټ وايي چي د مرکز سره تر سلا کولو ورسته د پروګرام د بندېدو پرېکړه وشوه. بلخوا بيا برټش کونسل په يو بيان کي ويلي دي چي د بلېک برن او اېبټ آباد تر منځ تړون د درو کلونو د فنډ تر بشپړه کېدو وروسته پای ته ورسېدی.

د دې پروګرام د بندېدو په غبرګون کي د اېبټ آباد د لسم ټولګي لوستونکې مريم بي بي وايی، موږ نړۍ ته دا ښودل غواړو چي موږ ترهګر نه يو. موږ لوستونکي يو او زموږ سره بايد د لوستونکو په حېث چلند وکړل شي.
XS
SM
MD
LG