د لاسرسي ځای

د کندهار د حج او اوقافو ريس ووژل شو.


Afghanistan:kandar Haj ministry official has been shot dead by Taliban militants

Afghanistan:kandar Haj ministry official has been shot dead by Taliban militants

شاه سقیم کندهار
په کندهار کې نن غرمه ناڅرګندو وسله والو کسانو د يو بريد پر مهال د کندهار د حج او اوقافو رييس وژلى دى .
وسله وال بريد نن غرمه يوه نيمه بجه د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې هغه مهال وشو چې د کندهار د حج او اوقافو رييس حاجي عبدالله حليم له دفتر څخه خپل کور ته روان وو .
امنيتي چارواکي وايي چې دوه تنه وسله وال چې په موټر سايکلو سپاره وو په چوڼۍ سيمه کې يې د حج او اوقافو په رييس ډزې کړې دي .
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق مشال راډيو ته وويل ،" د حج او اوقافو رييس په يوه نيمه بجه له دفتره کور ته روان وو چې دوو وسله والو چې په موټرسايکلو سپاره وو پرې ډزې وکړې. وسله وال د پېښې له څخه تښتېدلي دي او پوليس يې اوس هم په لټه کې دي. مونږ هڅه کوو چې په په سيمه کې امنيت ټينګ کړو خو په دې کې راسره د ولس همکاري هم ضروري ده ٬٬
که څه هم تر اوسه پورې يوې ډلې هم د بريد مسوليت نه دي منلى خو په کندهار کې تر دې وړاندې د ورته پېښور مسوليت د دولت مخالفو وسله والو مانه .
په تېر يوه کال کې د کندهار د حج او اقافو دا دويم رييس دى چې وژل کېږي. څه موړه وړاندې هم د دغه ولايت د حج او اوقافو رييس محمد حسن تيمورې د خپل دفتر مخې ته په يوه بمې چاودنه کې وژل شوى وو.
دې ته ورته د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې هم وسله والو کسانو په دوو وسله والو بريدونو کې يو تن قومي مشر او يو د پوليس قومندان وژلي دي .
د ژړي ولسوالۍ ولسوال نياز محمد سرحدي وايي چې د پوليسو پر قومندان بريد تېره شپه او په قومي مشر نن سهار شوى دى چې دواړه پکې وژل شوي دي .
(( پرون مازديګر زمونږ د پوليسو يو قومندان شاه محمد پنجوايي ولسوالۍ ته روان وو چې وسله والو پرې ډزې کړې دي. او يو تن قومي مشر حاجي ملنګ بيا نن سهار په ژړۍ ولسوالۍ کې وسله والو وژلى دى. ))
په ژړۍ ولسوالۍ کې د پوليسو د قومندان د وژنې مسوليت وسله والو طالبانو منلى دى خو په قومي مشر د بريد په اړه يې څه نه دي ويلي .
د يادوونې وړ ده چې تر څه مودې په ارام تېرولو وروسته يو ځل بيا په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې د هدفي وژنو پېښو زور اخيستى .
XS
SM
MD
LG