د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مرکزي حکومت صوبو ته اووه نور وزارتونه وسپارل





د پاکستان مرکزي کابینې پرون اووه نور وزارتونه د مرکز لخوا صوبو ته د ورکولو منظوري ورکړې. دا وزراتونه به سره دخپلو کارکونکو او فعالیتونو د را روانې میاشتې د لومړۍ نیټې نه صوبو ته وسپارل شي.

د مرکزي کابینې دغونډې پرمهال وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني اعلان وکړوچې د جولايي لومړۍ نیټه به دصوبايي خودمختارۍ دقامي ورځې په توګه نمانځل کېږي. دارازد اتلسم آیني بدلون ترمخه صوبو ته دوزارتونو ورکولو دا عمل به ترسره شي.

ددې بدلون ترمخه به پنځه وزارتونه یعنې اقتصاد، دفاع، خارجه چارې، مواصلات او مالیاتي امور د مرکز تر واک لاندې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG