د لاسرسي ځای




بازمحمد عابد، جلال اباد

په ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سره صلیب په تخنیکي مرسته د وبا ناروغۍ د مخنیوي کمپاین د جون په ۲۹ نیټه پرانیست.

په دغه کمپاین کې به د مهمندرې ولسوالۍ خلکو ته د یوې هفتې په دوران کې د وبا د مخنیوي لارې چارې ښودل کیږي.

د ننګرهار د سرې میاشتې ریس ننګیالي یوسفزي خبریالانو ته وویل چې دغه کمپاین د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې پیلیږي،” دا یوازې روزنه /ټریننګ دی چې موږ ټولنه دې ته تیاره کړو چې که په یوه سیمه حوادث، افات او وبا راشي، د دوی مسوولیتونه څه دي، د سرې میاشتې مسوولیتونه او د روغتیایی ټیمونه مسوولیتونه څه دي. په ځانګړې توګه کله چې وبا ګدیږي نو د ناروغ ساتنه څنګه کیږي، هغو ته باید څنګه اوبه ورکړل شي، موږ او زموږ رضاکار به په داسې ډول خپل کار مخ ته بیایی لکه وبا چې ګډه وی.))

د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فیدراسیون د روغتیايي چارو مسوول ډاکټر سیلاب ایوبي وویل چې د وبا د مخنیوي د لارو چارو د ښودلو تر څنګ به د وبا د مخنیوي وسایل هم په خلکو وویشل شي،” دا مشق موږ داسې ترتیب کړي دی چی زمونږ موبایل کلینکونه نه تنها چی مشق به کوی بلکی د ټولنی لپاره به په دغه جریان کې روغتیا خدمتونه هم وړاندې کوی چې د تمرین په اخر کې موږ ځینې پروګرامونه لرو چې خلکو ته به غیر غذايي مواد ویشو که وبا منځته راشي چې له هغې نه ګټه پورته کړي چې په دې کې د کلورینو پوړۍ دي، پلاستیکي بوشکې او ستلونه ورکوو چې دوی وکولای شي چې په خپل کور کې د وبا مخنیوی وکړي٬٬

د مهمندرې ولسوالۍ خلک دغسې روغتیايي کارونو ته خوشحاله دي خو وايي چې په سیمه کې روغتیايي کلینکونو اسانیتا وو ته ضرورت لري.
XS
SM
MD
LG