د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د انساني قاچاق تورلیسټ پراخوي



دولسمشر اوباما انتظاميه د هغه ملکونو شميره يو په دوه زياته کړي چي د انساني سمګلنګ د مخنيوي په لړ کي خاص ګامونه نه پورته کوي ، کيدای شي چي په دي هيوادونو کې د امريکا لخوا بنديزونه هم ولګول شي.

د امريکا د بهرنو چارو وزارت د انساني سمګلنګ د کلني رپورټ په حواله وايي چي ۲۳ داسي هيوادونه دي چي د انسانی سمګلنګ د مخنيوي په هلو ځلو کي پوره ملاتړ نه کوي، دا سمګلنګ زياتره د ميرمنو او ماشومانو کيږي.

د انسانانو دې سمګلنګ ته د جديدې انساني غلامۍ نوم ورکړل شوي.

دا رپورټ چي د انسانانو دسمګلنګ په اړه دي د امريکا په ګډون ۱۸۴ ملکونو کي حالاتو ته په کتو باندې تيار کړی شوي.

د تير ګل په ورځ د رپورټ جاري کولو په وخت د امريکا د بهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي، د بده مرغه د ټرانسپورټ د اسانتياو او د نړيوال مواصلاتي نظام له کبله په کلو کي ناستو خلکو ته د نړۍ رنګونه او د ژوند يوه ښه بڼه وړاندې کولی شي چي له وجي يي د کلو دغه خلک تېر اېستل کېږي ،همداراز ۲۷ ميلنه خلک تيراېستل شوي دي، چي په کې ماشومان،ميرمني او سړي شامل دي. که څه هم د دعه هيوادونو حکومتونو ګامونه پورته کړي خو موږ به دا ژمنې عملي کوو په دي غرض چي څه نتيجي مخي ته راوړل شي.


کوم هيوادونه چي د انساني سمګلنګ له امله په تور لسټ کي اچول شوي په هغي کي ايران،کيوبا، ميامر ،شمالي کوريا ، سوډان ،ليبيا او زمبابوې شامل دي.

د دي ترڅانګه د امريکا ملګري هيوادونه کويت ،سعودي عرب هم په دغه تور لسټ کي اچول شوي دي.
يواځي ډومينيکن ريپلک د دې لسټ څخه لرې کړی شوي او ترکمانستان په دي کي اچول شوي ، دا هغه هيوادونه دي چي د انساني سمګلنګ د مخنيوي په لړ کي يي ناکافي ګامونه پورته کړي

د امريکا لخوا جاري شوي رپورټ تر مخه په ترکمانستان کي په سړو او ميرمن باندي جنسي تيری کېږي او په زوره ترې مشقت اخستل کيږي.
همداراز د ترکمانستان سره تعلق لرونکي خلک په ترکيه کي د جنسي کاروبار لپاره کارول کېږي ، د هغوي څخه په دکانونو ،رختونو په کارخانواو د ودانيو جوړولو په کارونو کي ترې مشقت اخیستل کيږي،خو د ترکمانستان حکومت ددې قسمه انساني سمګلنګ د مخنيوي په لړ کي د بشري حقونو ادارو سره خاص ملاتړ نه کوي.

همداراز د امریکا لخوا د انسانی قاچاقو په اړه د جاري شوي رپورټ ترمخه په لومړي ځل دا خبره مخې ته راغلی چي د ترکمانستان څخه سمګل شوي ميرمني په برتانيا او روسيه کي هم په نظر راځي .

همداراز ايران هم په هغه هيوادونو کي دې چې د جنسي کاروبار لپاره انساني سمګلنګ کيږي خو ايران دانساني قاچاق د مخنوي په لړ کي د نړيوالو سره همکاري نه کوي.

دا خبره هم په نوټس کې راغلی چي ايران ته د امريکايي چارواکو د نه پرېښودو له وجي هغوی نه شي کولی چې په ايران کي د انساني سمګلنګ په اړه مالومات راټول کړي او دا مالومه کړي چي دغه حکومت د دې د مخنيوي لپاره څه کردار ترسره کوي.

د رپورټ تر مخه په ايران کي دننه د جنسي کاروبار او په زوره د واده لپاره د ميرمنو سمګلنګ کيږي.

ددي تر څنګ په ايران او افغانستان کي ماشومان هم د جنسي کاروبار لپاره کارول کيږي.
د دې تر څنګ رپورت کې دا هم راغلي چې په پاکستان کي د واده لپاره ميرمنې خرڅول کيږي همداراز په پاکستان ،ايران او افغانستان کي د جنسي کاروبار لپاره ځوانان هم په زوره کارول کيږي.

ددي تر څنګ رپورټ کي راغلي چي د ايران سړي او ميرمنې په پاکستان ،ترکي،قطر،کويت،عرب امارات،بحرين،عراق،فرانس،جرمني او برتانيا کې د جنسي کاروبار لپاره کارول کيږي.

همداراز کله چي د امريکا لخوا د انساني سمګلنګ په اړه رپورټ جوړيدو نو په ايران کي د جنسي کاروبار لپاره کارول کيدونکي يوشمير افغانان د دستاويزاتو او پيژندني بغير د ملک څخه وشړل شو.
XS
SM
MD
LG