د لاسرسي ځای


د امريکا ورځپاڼی لاس اينجلس ټایمز مقاله له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د امريکايي چارواکو له خولې ليکي چې د طالبانو پر وړاندې د سختو پوځي عملياتو له کبله هغوی خبرو اترو ته اماده شويدي او دواړه خواوې اوس په خبرو اترو کې یو بل ته د شرطونو له اېښودو پر شا کېږي .

ورځپاڼه ليکی دا چې د اوبامه ادارې چارواکي له افغا نستانه د خپلو ځواکونو د ويستلو د پلان ها خوا دې ته ګوري ،او په هغې کې یو ه خبره د دوی په سوچ کې ډېره مهمه ښکاري چې څنګه له جګړې ځان راوباسي او له طالبانوسره د پخلاینې تړون ته ورسي.

تېره اونۍ امریکايي چارواکو د خبرو اترو د پیلدو په هڅو کې د پرمختګ ادعا وکړه چې له تېرو څو مياشتو راهیسې په خاموشۍ ،د پردي شاته ډپلوماسي روانه وه.

ورځپاڼه لیکي چې د امريکا د بهرنو چارو وزيرې هيلری کلنټن د سېنېټ کميټې ته په خپله وينا کې ویلي ،موږ یو ډول هڅې پیل کړې چې هغه د مستقبل په باب د خبرو رضایت ښيي.

ورځپاڼه د يو بل امريکائی چارواکی د خولی ليکی چې د افغان حکومت او اتحادی هيوادونو د مرستی له کبله خبرو اترو کې همغږي پيدا شوېده چې ۱۸ مياشتی وړاندې نه وه.

ورځپاڼه په کابل کې د سرچينو د خولی له طالبانو سره د خبرو اترو تصديق کوي. ورځپاڼه د وحيد مژده چې طالبانو حکومت کې چارواکی پاتې شوی وو او طالبانو سره په خبرو کې برخه هم اخلي له خولې ليکي چې طالبانو سره د خبرو بهير پيل شويدی او طالبانو په دې کې دلچسپی او ليوالتيا ښودلې ده. دوی زياتوي چې طالبانو پخوا په دې خبرې ټينګار کولو چې لومړی امريکا خپل ځواکونه له افغانستانه ونه باسی تر هغو به خبرو ته نه کيني خو اوس دا مسله هواره شويده.

ورځپاڼه ليکي چې امريکايي چارواکي په سپرلی کې دري ځل د طالبانو له يو مشر محمد طيب اغا سره چې د ملا عمر نزدې ملګری دی ليده کاته کړی وو او ددوی نوم يې د ملګرو ملتونو له تور لسټ څخه هم لرې کړی دی.

ورځپاڼه ليکي چې امريکايي چارواکي له طالبانو سره په خبرو اترو کې له احتياطه کار اخلي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګری استازی مارک ګروسمين په دی هڅوکې دې چې دا جګړه ختمه کړي.

په خبرو کې د اوباما ادارې دلچسپی له دې نه ښکاري چې له طالبانو سره په لومړنیو خبرو کې افغان حکومت نه وو شامل او سره له دې چې د اوبامه ادارې سرکاري نظر دا دی چې هر ډول خبرې به د افغان حکومت په مشري کې کېږي.

ورځپاڼه ليکي چې امريکايي چارواکي د خبرو اترو بهير کې د ګاونډیو هيوادونو برخه اخستو ته هم اړتيا لري چې پراخ جوړجاړی به په سيمه کې تاو تريخوالی کم کړي. د اوباما ادارې د مرکزي ډلې چې پاکستان افغانستان او امريکا په کې شامله ده غونډه رابللې چې پر دې ستونزه یوه تړون ته ورسېږي . پر دې هم غور کېږی چې په خبرو اترو کې د چين، روس، هند، ايران او د منځنۍ ايشیا هيوادونو شامل کړل شي. او ميرمن کلنټن وايي ، چې سفارتکارانو په دې لړ کې پرمختګ کړی دی.


ورځپاڼه د افغان چارو کارپوه هارون مير د خولی ليکي چې د پاکستان کردار ډير مهم دي ځکه چې افغان طالبان په پوله پرتو قبایلي سيمو نه په افغانستان کې عمليات کوي او تر څو چې پاکستان ددی مخه نه وي نيولې ترهغي د واشنګټن سټراتيجي نشي بريالۍ کيدای .
XS
SM
MD
LG