د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اټومي بحران بښنه


د جاپان د فوکوشیما ډایچي په نوم د اټومي انرژۍ د پلانټ مشرانو پر اټومي بحران بښنه غوښتې ده.

د ټوکیو د برېښنا جوړونې شرکت مشران، چې د یاد شوي پلانټ مالکان دي، نن د هېواد په پلازمېنې ټوکیو کې د خپلې غونډې پر مهال له قهرجنو خلکو سره مخامخ شول. د دې شرکت مشر څونیهیسا کاڅو ماتا وايي شرکت خپله پوره هڅه کوي چې تابکاري یا رېډي اېشن تر خپل واک لاندې راولي او د پلانټ شا و خوا اوسېدونکو ته چې سیمه یې خالي کړې، پوره تاوان ورکړي. په دې هېواد کې د روان میلادي کال د مارچ په یولسمه زلزله راغله او تر دې وروسته بیا د څونامي له کبله لوی تاوان وشو. د فوکو شیما ډایچي اټومي بټۍ هم دې څونامي وځپل او تر دې ورسته بیا له بټیو تابکاري خارجه شوه چې اټومي ناورین یې رامنځته کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG