د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه، ۲۱ وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو په دوو بریدونو کې ۲۱ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال ویلي دواړه بریدونه پر قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان شوي دي. په دې سیمې کې د پاکستان ځواکونه د طالبانو او د القاعده د اورپکو پر ضد جنګېږي. د استخباراتي ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي لومړی برید په شوال سیمه کې شوی دی. شوال د شمالي و جنوبي وزیرستان پر پوله پرته سیمه ده. د چارواکي له وینا سره سم، دویم برید د من تویې په سیمه کې شوی دی. پر قبایلي سیمو شمالي و جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو بریدونه له مودې راهیسې کېږي، چې په کې اورپکي په نښه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG