د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنایت د نړیوال عدالت امر نه منو: د قذافي رژیم


د لیبیا د قذافي رژيم د جنایت له نړیوال عدالته د معمر قذافي د نیونې د امر خپرېدل رد کړي دي.
د هېواد د انصاف و عدالت وزیر محمد القمودي د جنایت نړیوال عدالت د غربي نړۍ د هغې آلې په نوم نومولی دی چې د ده په وینا د درېیمې نړۍ یا د بې وزله هېوادونو مشران مقدمه کوي. تېره ورځ د جنایت نړیوال عدالت د معمر قذافي د نیونې امر خپور کړ او پر هغه یې د بشریت پر ضد د جرمونو تور پورې کړ. په دې ترځ کې د جنایت نړیوال عدالت د قذافي زوی سیف الاسلام او د دې هېواد د استخباراتو مشر عبداله السنوسي هم تورن کړل او د دوی د نیونې امرونه یې هم خپاره کړل. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولینډ د جنایت د نړیوال عدالت په دې پرېکړې غبرګون وښود: (( زموږ نظر دا دی چې د امنیتي سرتېرو او د قذافي د رژیم ګامونه، چې د عدالت په پرېکړه کې په ډاګه کړل شوي دي د هغو شیانو چې موږ یې شاهدان یو، او چې په لیبیا کې یې ایتلاف د مخنیوي هڅې کوي شدت وښيي. د داسې شدت او ژوروالي دې جرمنو پر وړاندې د انصاف او احتساب اړتیا په بشپړ ډول ښکاره خبره ده.)) د عدالت مقدمه کوونکي دعوه کوي چې قذافي او یاد شوي نور کسان د ولسي وګړو د وژنو تر شا دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG