د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایم کیو ایم یو ځل بیا حکومت پرېښود


په پاکستان کې د ایتلافي حکومت یو ملګری ګوند متحده قومي موومنټ له دې حکومته د بېلېدو اعلان کړی دی.

بېګا ماښام ایم کیو ایم پر پیپلز ګوند تور پورې کړ چې د امرانه او وژونکي ذهنیت خاوند دی. د ایم کیو ایم له تګ سره پیپلز ګوند په پارلېمان کې یواځې ۲۰۷ څوکۍ لري او په دې ډول اوس دې ته اړ دی چې بل کوم ګوند له ځانه سره ملګری کړي او ورسره ایتلاف جوړ کړي. دا دویم ځل دی چې ایم کیو ایم حکومت پریښی دی، تر دې مخکې دې ګوند په جنورۍ کې حکومت پرېښود او بیا د یوې اوونۍ دننه یې بیرته برخه شو. د ایم کیو ایم یوه لوړپوړي مشر فاروق ستار تېر ماښام د خبري غونډې پر مهال وویل دا ځل به د دوی د ګوند لخوا د سیند صوبې ګورنر عشرت العباد هم له خپلې دندې استعفا ورکړي. تر دې ورسته عشرت العباد هم استعفا ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG