د لاسرسي ځای

عبدالقدیر فطرت مستعفي شو


افغان حکومت ویلي د افغانستان بانک مشر عبدالقدیر فطرت په جزوي ډول د هغې ټګۍ یا درغلۍ لپاره پړ وو چې کابل بانک یې له نړېدو سره مخامخ کړ.

کابل بانک د افغانستان تر ټولو لوی شخصي بانک دی. تېر کال په سپټمبر کې په دې بانک کې د درغلۍ یوه معامله مخې ته راغله. د درغلۍ ضد چارواکو وویل بانک شا و خوا نیم ارب امریکايي ډالر په نامحفوظه او نا لیکلي ډول لوړپوړو افغان چارواکو ته د پور په توګه ورکړي دي، په دې کسانو کې د ولسمشر حامد کرزي خپلوان هم شامل ول. د افغان ولسمشر ویاند وحید عمر ویلي د عبدالقدیر فطرت نوم هم په هغه لسټ کې دی چې د دې معاملې د پلټنو او مقدمې لپاره په پام کې نیول شوی دی. فطرت چې په امریکا کې دی، د افغانستان بانک د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه: (( ما ځکه په کابل کې استعفا ور نه کړه چې زما ژوند په بشپړ ډول له خطر سره مخامخ وو. دا خطر هغه وخت راولاړ شو او په ځانګړي ډول ریښتیا شو چې ما پارلېمان ته د کابل بانک د بحران په اړه خبرې وکړې او د دې بحران د ذمه وارو ځېنې کسانو نومونه مې په ډاګه کړل.)) هلته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولینډ ویلي که چېرې د افغانستان د بانک مشرتابه کې تغیر راځي نو امریکا به د دې هېواد د مالي څانګې پر اصلاحاتو ټینګار کوي.
XS
SM
MD
LG