د لاسرسي ځای

تازه خبر

څوک د افغان سولې مخه نیولی شي؟


ژباړه: فرخنده وزیر

ای ایف پي خبري اژانس وایي، په افغانستان کې د امریکا یو خطرناک دښمن حقاني ډله ده ، چې غواړي د ټوپک په زور واک تر لاسه کړي. په راروان وخت کې به د امریکا ، افغانستان او پاکستان حکومتونه ددغه ډلې د مینځه وړلو لپاره کوم خاص تګلاره خپلوي او که نه.


په فرانس پریس خبري ایجنسۍ کې بن شیفرډ لیکي، کیدای شي امریکا به افغانستان کې د وسلوالو طالبانو سره د روغې د خبرو نه هیله منده وي، خو دا چې د دغه هیواد په شرقي برخو کې به د خپلو دښمنانو سره څه کوي، دا یوه مهمه پوښتنه ده.

د امریکا یو پوځي کمانډر وایي، حقاني ډله چې یوه ټوپک ماره بد ماشه ډله ده، د افغانستان په شرقي برخو کې موجودیت لري، او د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټن ځایونه لري، په خوست، پکتیا او پکتیکا کې خپل کنټرول مضبوطول غواړي.

لیکوال بن شیفرډ وایي، ددې باوجود چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما وایي، دا امکان لري ، له طالبانو سره د خبرو وروستو دوی پرمخلاړ شي. او بیا په داسې حالاتو کې چې د راروان اوړي پورې به له افغانستانه د امریکا ۳۳۰۰۰پوځیان ووځي، د وسلوالو طالبانو سره د روغې عمل به په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره مهم رول ولوبوي.

د واشنګټن نه یو څیړن کار جیفري ډریسلر چې د جنګي مطالعې په یو ه ادار ه کې کار کوي ، په افغانستان کې د حقاني اورپکې ډلې په اړه وایي، د ده په فکر دا به هوښیارتوب نه وي، که چری په موجوده او یا په راروان وخت کې د یادې شوې ډلې سره څه قسم خبرې وشي. او زیاتوي ښه به دا وي، چې د حقاني ډلې مشران یا خو په زولنو کې او یا هم په بوجو کې.راوستل شي،

په خوست کې د امریکایي پوځ کمانډر لیفټننټ کرنل جېس پیرسن وایي، په دغه سیمه کې حقاني ډله د دوي بنیادي دښمنان دي.او زیاتوي ، په دغه ډله کې کارکونکي ټوپک مار بدماشان دي. دوی د وسلوالو طالبانو نه بدل دي، او پیسه او واک غواړي، چې په دغه کې به دوی کله هم کامیابه نشي.

لیکوال وایي ، دا ډله د ۳۰۰۰ نه تر ۴۰۰۰ پورې جنګیالي لري، او په افغانستان کې په یو شمیر ترهګر بریدنو کې لاس لري. دوی د وسلوالو طالبانو لاندې کار نه کوي، خو د هغوي سره یي رابطې شته. دغه ډله له القاعده سره نزدې اړیکې لري، او په افغانستان کې په میشت نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي.


د امریکا د استخباراتو یو چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، دغه ډله خلک تښتوي او بیا ترې تاوان اخلي ، سمګلنګ کوي ، او داشان د ګاډو کاروبار هم کوي ، او زیاتوي دا ډله داسې ده لکه د کرایې قاتلان ، چې غواړي، په زور واک او پیسه تر لاسه کړي، او په سیمه کې د جنګیدو لپاره هیڅ نظریه نه لري.

واشنګټن په پاکستان زور راوړي، ددې ډلې خلاف په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات وکړي، چرته چې امریکا ډرون بریدونه د اورپکو ډلو خلاف یوه ښه تګلاره ګڼي.

د پاکستان په استخباراتي ادارو د امریکا لخوا دا تور هم لګول کیږي ، دوی د حقاني اورپکې ډلې سره اړیکې لري، خو څیړونکي وایي، په داسې وخت کې پاکستان به یو نوې محاذ ډیر په ګرانه پرانزې، چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستانه د ځواکونو د ویستلو پلان اعلان کړی دې .

لیکوال په پاکستان کې د یو څیړونکي امتیاز ګل د خولې وایي، یو ځل چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا عمر خبرو ته غاړه کیږدي ، نو کیدای شي، حقانی ډله هم په خبرو فکر وکړي. او زیاتوي، د افغانستان او پاکستان چارواکي وایی، دوی دا مالومات نه لري ، چې ملا عمر چیرته دی.
XS
SM
MD
LG