د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه خپل پوځي روزونکي باسو: برېتانیا


په پاکستان کې له امنیتي ځواکونو سره کارکوونکي برېتانیوي پوځي روزونکي له دې هېواده ایستل شوي دي.

د برېتانیې د دفاع وزارت وايي دا کار یې د امنیتي اندېښنو له کبله کړی دی. خو دا یې هم ویلي چې د ځواکونو ایستل لنډمهاله دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر ویاند مېجر جنرل اطهر عباس نن ویلي ۱۸ برېتانیوي پوځي روزونکي له هېواده تللي دي. دې روزونکو د پاکستان له فرنټیر کانسټیبلري سرتېرو سره کار کاوه. د روان میلادي کال د مې په دویمه نېټه په پاکستان کې امریکايي ځانګړو ځواکونو د پټو عملیاتو پر مهال د القاعده مشر اسامه بن لادن وواژه. تر دې وروسته د هېواد پوځ د خلکو تر سخت فشار لاندې دی چې خپله خپلواکي دې بیا څرګنده کړي او دا دې عملي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG