د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې چاودنې، اووه وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي په غزني ولایت کې دوه بمي چاودنې شوې دي.

د وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي په دې چاودنو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي. بیان وايي لومړۍ چاودنه د قره باغ ولسوالي په زردالو کوتل کې شوې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي د چاودنې لامل د سړک تر غاړې ښخ کړل شوی ماین وو چې پر یوه موټر والوت. بیان وايي په دې پېښه کې دوه ماشومان او دوه نور کسان ووژل شول. بله چاودنه د غزني ښار په شهباز سیمه کې وشوه چې موټر یې په نښه کړ. په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا چاودنې غندلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG