د لاسرسي ځای

په افغانستان کې پینځه بهرني سرتېري وژل شوي


په افغانستان کې ناټو ویلي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بریدونه پر مهال د دوی پینځه سرتېري وژل شوي دي.

ناټو وايي بریدونه د افغانستان په غربي، جنوبي او مشرقي سیمو کې شوي دي. ناټو په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی. د دې پینځو پوځیانو له وژنې سره د روانې میاشتې پر مهال د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۵۳ ته رسېدلی دی. د روان میلادي کال پر مهال له ۲۰۰ زیات بهرني سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG