د لاسرسي ځای

پر افغانستان مو توغندي نه دي ورولي: پاکستان


اسوشییېټډ پریس خبري اژانس وايي د پاکستان پوځ هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د دوی لخوا پر افغانستان توغندي ورول شوي ول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر ویاند مېجر جنرل اطهر عباس ويلي قصداً یې هیڅ راکټونه نه دي ویشتلي خو دا امکان شته چې په حادثاتي ډول ځېنې توغندي هغې خوا ته غورځېدلي وي. افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور پورې کړی وو چې د تېرو درو اوونیو پر مهال یې د هېواد پر مشرقي ولایتونو ۴۷۰ راکټونه ورولي دي. د افغانستان سرحدي چارواکي وايي بریدونه د کونړ او ننګرهار ولایتونو په هغو ځایونو کې شوي دي چې ترې د ناټو ځواکونه وتلي دي. چارواکي وايي دا ځایونه اوس پاکستانیو طالبانو ډک کړي دي او ملکي وګړو سیمه پريښې ده. کرزي په خپل بیان کې اشاره ورکړې ده چې د هغې خوا د حکومت ځواکونه د دې بمبارۍ لپاره پړ دي او دا چې ((دا بریدونه باید سمدستي ودرول شي.))
XS
SM
MD
LG