د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د سېلاوونو وېره ده


په پاکستان کې د موسمیاتو د ادارې چارواکو ویلي دي چې په هېواد کې به د جولای له لومړۍ نېټې د پشکال بارانونه پیلېږي.

د موسمیاتو د ادارې چارواکي وايي سږکال هم په دې هېواد کې د سېلاوونو د راتګ وېره ده. تېر کال په پاکستان کې د سېلاوونو له کبله په زرګونو کورونه وران شوي ول، فصلونو ته زښت زیان اوښتی وو او د پاکستان د مالي چارو د وزیر له وینا سره سم، دې سېلاوونو هېواد ته د لس اربه امریکايي ډالرو تاوان ورساوه.
XS
SM
MD
LG