د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی:پاکستان دې پر افغانستان بریدونه ودروي


افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور لګولی چې په تېرو درو اوونیو کې د افغانستان پر مشرقي ولایتونو ۴۷۰ راکټونه اورولي دي.

افغان چارواکي وایي، په دغه راکټي بریدونو کې د دوي د ۱۲ ماشومانو په شمول ۳۶ کسان وژل شوي او وايي ، بریدونه د کونړ او ننګرهار ولایتونو په هغو ځایونو کې شوي دي چې ترې د ناټو ځواکونه وتلي دي. چارواکي وايي دا ځایونه اوس پاکستانیو طالبانو ډک کړي دي او ملکي وګړو سیمه پرې ایښې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اطهر عباس د دې خبري تردید کړی ، او زیاتوي د پاکستان لخوا داسی هیڅ برید نه دې شوی.


ولسمشر کرزي په خپل بیان کې اشارې سره وویل چې د ډیورڼد کرښې بلې غاړې د حکومت ځواکونه د دې بمبارۍ لپاره پړ دي او دا چې ((دا بریدونه باید سمدستي ودرول شي.))

د پاکستان د دفاعي چارو یو څیړونکې حسن عسکري وايي، د افغانستان حکومت باید د پولې امنیت په نظر کې وساتي ، چې دغه سیمه څومره د دوي لخوا خوندي ساتل شوې ده. او زیاتوي، د ولسمشر حامد کرزي چې کومه رویه ده ، په هغې کې تضاد دې، یو خوا هغه د پاکستان سره د دوستی خبرې کوی ، او اوس چې دا پیښه رامنځ ته شوه ، نو په یو بل د تورونو لړۍ بیا پیل شوه.

حسن عسکري وایي، دواړو غاړو ته دا مالومه ده، داسې بریدونه څوک تر سره کوي، او باید دواړه غاړي په پاک افغان پوله خپلې امنیتي پوستې سیوا کړي، او د ترهګرو تګ راتګ ته بند وتړي.

د افغان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایي، دوي د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته ویلي، پاکستان باید داسې بریدونه تکرار نه کړي، او د وژل شوو کسانو کونیو ته تاوان ورکړي.

بلخوا ولسمشر کرزي له امریکایي ټلویزیون سي. اېن. اېن سره په یو مرکه کې چې پرون خپره شوه، د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د هغه پلان هرکلی وکړ چې سږ او راتلونکې کال به خپل ۳۳ زره پوځیان له افغانستانه باسي،د اوباما هغه اعلان چې له مخې یې یوشمیر عسکر په روان اونور به یې په راتلونکي کال کې ایستل کیږي، د دې نخښه ده، چې افغانستان خپل امنیتي مسولیتونه په غاړه اخلي اوهڅه کوي، چې په خپلو امکاناتو د خپلې خاورې دفاع وکړي. موږ په دغه اعلان خوښ یو.″

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د امریکایي ځواکونو د وتلو په لړ کې یا له هغه وروسته د افغانستان امنیتي حالات لاپسې خراب شي، ایا دی به د امریکا له ولسمشر بارک اوباما وغواړي، چې د عسکرو ایستل ودروی یانور عسکر ورواستوي، وویل، دی به دا کار ونه وکړي او زیاته یې کړه دا د افغانانو مسولیت دی چې د خپلې خاورې دفاع وکړي.
XS
SM
MD
LG