د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسامه د القاعده نوم بدلولو



په ګارډين ورځپانړه کي ليکوال جوزن برک په خپله يوه مقاله کي ليکي چي په ايبټ اباد کي د اسامه بن لادن د کور څخه ترلاسه شوي دستاويزات ښايي چي اسامه د القاعده ډلي د نوم په بدلولو غور کولو چي په اسلامي نړۍ کي د القاعده د بدنامۍ مخنيوي وشي.

مقاله کي وړاندي راغلي چي د اسامه د وژل کيدو څو مياشتې وړاندې نوموړي يو خط ليکلي وو کوم چي ښايي هغه دا محسوسه کړي وه چي د القا عده بنياد په بشپړه توګه مذهبي نه دي او دارنګ نه شي کولي چي مسلمانان د اسلام د دښمنانو پر ضد جنګ لپاره راغب کړي.

اسامه په خط کي لیکلي چي د القاعده د نوم بدلولو سره به په اسلامي نړي کي په دغه ډله د زياتيدونکو نيوکو مخه ونيول شي ځکه چي دا ډله د يو شمير مسلمانانو د وژني ذمه واري پر غاړه لري.

د رايتر خبري اژنس لخوا خپاره شوي دستاويزات ښيي اسامه غوښتل په سمدستي توګه داسي ګامونه پورته کړي چي د تشدد دغه کمپاين ته ملاتړ وګټي .

په ګارډين ورځپاڼه کي تيره مياشت راغلي وو چي اسامه په دي کار شورو کړي وو چي څه رنګه د القاعده د سوري لاندي د پاکستان او افغانستان ټولي تره ګرې ډلي را يو ځاي کړي.

مقاله ليکونکي وايي کيدای شي اسامه د هغه تره ګرو ډلو ملاتړ کړی وای چې د پاکستان امنیتي اسټيبليشمنټ سره نزدې اړيکي لري.

په ورځپاڼه نيويارک ټايمز کي راغلي وو چي د اسامه د ذاتي استعمال موبيل ريکارډ ښايي هغه د کالعدم تنظيم حرکت المجاهدين سره په بیا بیا ټلي فونې اړيکي نيولي وو.

حرکت المجاهدين په ۱۹۸۰کال کي د شوروي اتحاد پر ضد جګړي لپاره افغانستان ته استول شوی وو د دي تر څنګ په ۱۹۹۰ کي دغه ډله د هند تر ولکې لاندې کشمير کي هم په جګړه کي برخه اخستي وه.

مقاله ليکونکي وايي دې ډلې د ۲۰۰۱ م کال راهیسې يو شمير کاميابۍ ترلاسه کړېدي چې دغه رنګ دا ډله د پاکستان د اسټيبليشمنټ سره نږدي اړيکي لري.

په ورځپاڼه ه نيويارک ټايمز کي راغلي د اسامه د کور څخه ترلاسه شوي موبايل څخه ځینو تنانو د پاکستان خفيه اداري ای ايس ای سره رابطي کړي وي.خو يوچارواکي ورځپاڼې ته ويلي دي چي د اسامه د پټن ځای په اړه ای ايس ای ته مالومات نه وو.

مقاله کي وړاندي راځی چي په ۱۹۸۸ کال کي کله د القاعده بنياد کيښودل شو نو د دي دا نوم په بيړه کي ايښودل شوي وو.

په امريکا کي د عدالتي مقدي لاندي يو تره ګر وايي القاعده د عربۍ ټکي دي چي معنا يي طريقه يا تګ لاره ده.

کله چي د القاعده نوي مشر ايمن ظواهري خپله اسلامي اورپکي ډله په القاعده کي شامله کړه نو القاعده ته یې القاعده الجهاد نوم ورکړو همداراز اسامه هم په خپل روستي خط کي دا ګيله کړې چي د القاعده الجهاد نوم اخري برخه دې هیسته کړل شي، چې له وجې یې غربي نړۍ ته دا موقع په لاس ورغلې چې دعوا وکړي هغوی د اسلام سره په جنګ نه دي.

ترلاسه شوو دستاويزاتو له مخي اسامه چي د القاعده لپاره کوم نومونه خواښ کړي وو نو په هغي کي يو وو طيفت التوحيد ولجهاد او بل وو جماعت -ال -عادات الخلافت الراشده.

مقاله ليکونکي وايي افغانستان څخه د ځواکونو د ويستو اعلان پر وخت امريکايي ولسمشر باراک وباما ويلي وو چي د اسامه د پټن ځای څخه ترلاسه شوي دستاويزات ښايي القاعده تر سخت فشار لاندې ده.

اوبامه زياته کړه چي اسامه داسي څرګندونې کړې وي چي القاعده د دې جوګه نه دی چي د خپلو وژل شوو مشرانو ځای ډک کړي.او د امريکا داسي تصوير وړاندي کړي چي د اسلام سره په جنګ ده.

مقاله کي وړاندي راځي چي امريکايي استخباراتي ادارو ته دا خبره نه دا مالومه چي اسامه به دا خطونه چاته ليږل او ډاکي يي څوک وو.
XS
SM
MD
LG