د لاسرسي ځای


دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځ پاڼه د عایشه صدیقه په لاس لیکل شوې مقاله کې لیکي : په دې وروستیو کې یو قانون پوه د پاکستان په ستره محکمه کې درخواست جمع کړو چې پکې غوښتنه شوې وه ، مطبوعات دې په پوځ باندې د نیوکو کولو نه منع کړي.

په زړه پورې داده چې دا پیغام هغو خبریالانو ته هم ولیږل شو چې دپوځ سره نږدې اړیکې لري او ښايي ددې مقصد به داو چې هغو کسانو ته پیغام ورسوي کوم چې دپوځ سره تودې اړیکې نه لري او پیغام دادی چې که د پوځ مرکزي دفتر ( جي -ایچ – کیو ) سلیم شهزاد ، نجم سیټي ، اعجاز حیدر او حامد میر په وړاندې بې حوصلې کیدای شي نو اندازه ولګوی چې دهغو کسانو په وړاندې به څه ډول چلند کوي چاته چې پوځ د نږدې ملګرو په سترګه نه ګوري ؟

په مقاله کې وړاندې راغلي د معلوماتي ټیکنالوجۍ د ودې له امله کومې ستونزې مخې ته راتلی شي ، ددې تصور نه پخواني ولس مشر پرویز مشرف او نه د پوځ د ولسي اړیکو ادارې کړی و . اوس په پاکستان کې دومره ډیر د مواصلاتو چینلونه دي چې دکوم خبر یا شننې مخه نیول ناممکن کار دی .

دبیلګې په ډول ایا نیو یارک ټایمز په دې موضوع چې دپوځ مشر اشفاق پرویز کیاني دخپلې دندې د ژغورلو لپاره په کومو هلو ځلو بوخت دی ، دیوپوځي تقاعد شوي شنونکي سره تماس نه و نیولی ؟ عایشه صدیقه وړاندې لیکي پکارده دا حقیقت درک کړی شي چې دتبصره کونکو په تبصرو پوځ نه کمزوری کیږي خو دمطبوعاتو د سیاسي کیدو نه پوځ خطر احساسوي . او پاکستان کې ډیر خلک داسې احساس کوي چې مطبوعات دیو لوی سیاسي ګوند په بڼه خپل رول لوبوي.

مقاله لیکي : داخبره جوته ده چې د پاکستان د نن پوځ د ۱۹۵۰ لسیزې د پوځ نه ډیر مختلف دی، او اوس د پوځ د سر لښکر اشفاق پرویز کیاني د کار د مودې د دریوو نورو کلونو لپاره دغزولو په اړه دنظر اختلاف لیدل کیږي. نو ایا اوس د اضروري ده چې په اشفاق کیاني باندې د فشارونو په اړه د یو خبر د کره کولو لپاره دې د یوریتایرډ بریګیډییر سره خبرې وشي ؟

مقاله لیکي اوس چې داسې رپورټونه خپاره شوي چې دپاکستان په پوځ کې دننه یو بریګیډییر او یو جنرال د غیر قانوني پیژندل شوې ډلې ( حزب التحریر ) سره خواخوږي لري نو ښايي امریکايي چارواکي به داسې انګیري کم دلایل ولري چې د جنرال کیاني ډله ازاد خیاله وګڼي . نو په داسې حالاتو کې به د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې له ناندریو ډکې وي.

عایشه صدیقه لیکي خوپه هرصورت دا دتیرو څلورو لسیزو کیسه ده ده چې د پاکستان پوځي او ولسي مشرانو تل امریکا ته ددې باور د ورکولو هڅه کړې ده چې دوی د امریکا باوري ملګري دي.

په مقاله کې داهم لیکل شوي چې داشفاق کیاني د لرې کولو لپاره په پوځ کې دننه داسې کومې هڅې نه دي روانې خو داکار ناشونی هم نه دی او داسې نه ده چې ګني د پاکستان پوځ خپل مشران نه لرې کوي. د ایوب خان ، یحیی خان ضیاالحق او د پرویز مشرف په معامله کې همداسې شوي دي. دمقالې لیکواله وايي که کیاني له ټاکلو حدودو تجاوز وکړي د درېوو ستوروکوم بل جنرال به مخې ته راشي او دهغه ځای به ونیسي.

خو که په داسې حال کې هم پوځ دا ګڼي چې پوځ د ولسي مبصرینو په څرګندونو کمزوری کیږي نو دا به خامخا د پوځ او د ولسي ټولنې ترمنځ کرښه را ښکل وي .
XS
SM
MD
LG