د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاریخ ته یو بل نظر



لیکنه : سبینه خان
ژباړه: شاهین بونیری

اپریشن سایکلون په افغانستان کی د سی آی اې د ټولو نه اوږده او پټ عملیات وو چی په نتیجه کی افغان مجاهدینو ته یی د شوروي اتحاد پر ضد پوځی سازوسامان ورکړی شو.

د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر له امنیتي سلا کار برزینسکي نه په یوه مرکه کي وپوښتلی شو آیا نوموړی اسلامی بنیادپرستو او د مستقبل تره ګرو ته په مرستو او وسلو ورکولو ملامته ده که څنګه؟ نو هغه په ځواب کی وویل د نړۍ تاریخ له کومه خبره مهمه ده؟ طالبان او که د شوروي اتحاد ماتېدل؟

راځی چې دا پوښتنې په پام کی ونیسو او فکر وکړو که تاریخ یوه بله لاره خپله کړې وای نو څنګه به وه؟

په افغانستان د روسیانو یرغل د شوروي اتحاد په ماتیدو کې برخه لرله بیا هم ددې شاته نورې وجې هم وې لکه خراب معاشی حالات او سیاسی اصلاحات. میخاییل ګورباچوف د ګلاسنوسټ او پیرویسټرایکا په نوم دوه لوی اصلاحات وکړه. دې اصلاحاتو سیاسی بې قراري پیدا کړه چی انجام یی په ۱۹۹۱ کی د شوروي اتحاد ماتیدل وو. بې له شکه چی په قلاره به وه خو کیدای شی چی شوروي اتحاد په افغانستان د یرغل نه بغیر مات شوی وای.

یو بل لور ته مونږ دا غور هم کولی شو څنګه به وای که امریکا د خپلو استخباراتی عملیاتو سره سره د سیمې د بیا ودانۍ عمل هم مخ په وړاندې بیولی وای ؟ ددې په نتیجه کی به په پاکستان د ۵۰ لکهه افغان کډوالو بار سپک شوی وای چی ډیر پکي اوس هم دغلته ژوند کوي. دغه رنګ د طالبانو او القاعده وجود ته د راتلو لاره به نیولې شوې وه.



د امریکې د ټولو نه لویه ویره په افغانستان کی د کمیونزم غزیدل وو. د افغانستان خلق ډیموکريټک پارټۍ یو کمیونسټ سیاسی ګوند وو چی د مالی مرستو لپاره شوروي اتحاد ته محتاج وو.

په افغانستان کې ددغه ګوند د اصلاحاتو پر وړاندې پر وړاندې د قبایلو او اسلامی ډلو له خوا سخت مزاحمت وشو . هم دغه وخت وو چی شوروی ځواکونه افغانستان ته ورننوتل. خو څنګه به وه که کمیونسټ ګوند بریالی شوی وای؟

په کال ۱۹۷۸ کی شوروي اتحاد له افغانستان سره مالي مرستې وکړې او وسله یې ورکړه او په دې هیواد کې د ښځو او سړو دواړو لپاره زده کړې لازمی وګرزولې. کیدې شی شوروي اتحاد د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو له ځان سره د ملګري کولو لپاره هم دغه لار خپله کړې وای.

امریکا د مجاهدینو سره د مرستو دلیل دا ورکوي چی د شوروي اتحاد له مینځه وړل د نړۍ په ګټه وو. بیا هم څنګه به وه که امریکا د افغانستان په جنګ کی نه وای ښکیل شوې؟ مجاهدینو به په یو کمزوري انداز له پاکستانه مزاحمت کاوه او چرته کله کله به یی په روسیانو بریدونه کول، کیدای شي چې افغانستان د شوروي اتحاد تر اثر لاندی یو نیم ناکام ریاست وای خو د اوس غوندې یو وران ویجاړ هیواد به هیڅکله نه وای.
XS
SM
MD
LG