د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل روانه میاشت د درو مهمو غونډو کوربه


د افغانستان په مرکز کابل کې روانه اونۍ درې مهمې نړیوالې غونډې کېږي.

لومړی یې د تماس نړیوالې ډلې غونډه، دوهم یې د افغانستان، پاکستان او امریکا تر منځ درې اړخیزه غونډه او دریم یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولي د ګډ کمېسیون دوهمه غونډه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چي تر ټولو مهمه غونډه د تماس ډلي ده، چي د دوو ورځو لپاره به یې کابل کوربه وي.

ددی وزارت ویاند جانان موسی زي وویل ، دا غونډه د افغانستان په اړه په جرمني کی د جوړیدونکی غونډی د تیاری لپاره ده
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند داهم وویل، د افغانستان او پاکستان د سولي د ګډ کمېسیون دوهمه غونډه به هم د جون پر ۲۹ په کابل کي جوړه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG