د لاسرسي ځای

ډیره اسماعیل خان:د کلاچي پر تاڼه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان کی د پولیسو پر یوه تاڼه په ځان مرګو بریدونو کی د وژل شویو کسانو شمیره لسو ته رسیدلی.

د پولیسو چارواکي وایی، په پیښه کی نهه تنه پولیس اویو ولسي وګړی وژل شوي اوشپږ تنه نور ټپیان دي.

دا پیښه تیر مازیګر په کولاچي سیمه کی رامنځ ته شوه.

د پولیسو یوه مشر ډی ای جی امتیاز شاه د پیښی په اړه وایی برید کونکي یوه ښځه او یو یی خاوند وو.

اخوا په ډیره اسماعیل خان کی د پولیسو یو افسر د پیښی په اړه وویل ، چې برید کوونکیو پر تاڼې له برید وروسته ټول عمله یرغمل کړه او شاوخوا څلور ساعته یې مقاومت وکړ.

تحریک طالبان پاکستان د برید پړه منلی او دا یې په دې هیواد کې د القاعده ډلې دمشر اسامه بن لادن د وژل کیدو د غچ اخیستو په لړ کې د بریدونو لړۍ بللې.
XS
SM
MD
LG