د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې ۱۵ کسان وژل شوي


په شام کې د بشري حقونو فعالين وايې چې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد په تازه مظاهرو کې امنیتی ځواکونه پنځلس کسان وژلي دي.

د رپورټونو له مخي دا مرګونه د جمعه په ورځ په پلازمینه دمشق، حمص او قصوه کي شوي دي. د شام دولتي ټيلي ويژن په برزه ښار کې د ولسي وګړو د وژلو تور په نامعلومو وسله والو لګولۍ دی. فعالين وايې چې د مارچ له میاشتي راهيسي د حکومت مخالفه مظاهره چیانو پر ضد د امنیتي ځواکونو په کاروايانو کې تر دیارلس سوه زيات کسان وژل شوي او په زرګونو نيول شوی دي.د شام چارواکي وايې چې د نا آراميو په مهال اسلامی اورپکو او وسله والو جنایتي ډلو د پوليسو او امنيتي ځواکونو تر دوه سوه زيات کارکوونکي وژلي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG