د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حرکت المجاهدین سره اړیکي نه لرو: د پاکستان پوځ


د پاکستان پوځ هغه رپورټ رد کړی چې پکې ويل شوي وو د اسامه بن لادن پر ضد د عملياتو پر وخت په ترلاسه شوي ټیلي فون کې د يوې شدت پسندي ډلې حرکت المجاهدين شمیري وي او دا ډله د پاکستان د جاسوسي ادارې آيي ایس آيي سره اړيکې لري.

امريکایې ورځپاڼي نیويارک ټائمز د زيارت په ورځ په خپل رپورټ کې د يوه امريکايې چارواکي له خولې ليکلي وو چې دا موندنې په ګوته کوي چې اسامه بن لادن، د حرکت المجاهدين ډله په پاکستان کې دننه د خپل مرسته کوونکي نيټ ورک په توګه استعما لوله.
د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اطهر عباس ویلي دي چې رپورټ د امنيتي ادارو د بد نامولو د کمپين برخه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG