د لاسرسي ځای

په لوګر او کندوز کې ځانمرګی برید او چاودنه، ۷۰ وژل شوي


د افغانستان د لوګر ولایت په یوه روغتون کې ځانمرګی برید شوی دی.

د چارواکو له وینا سره سم، په برید کې شا و خوا ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ ژوبل دي. د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش وايي، دا پېښه د ارزې په ولسوالۍ کې شوې ده. دی وايي ټول ښکار شوي په روغتون کې داخل ناروغان او یا هم د دې ناروغانو خپلوان دي. طالبانو ویلي پر روغتون یې ځانمرګی برید نه دی کړی. بل خوا، د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې چارواکي وايي، د خان اباد په ولسوالۍ کې بمي چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو له وزارته په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې بم يوه بایسیکل پورې تړل شوی وو او دا بایسیکل د ایسکریم له یوه دوکان سره ودرول شوی وو. په دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي، او ۲۴ ژوبل دي. بیان وايي په وژل شویو کې یو پولیس هم دی. اورپکو له شا و خوا یوې لسیزې راهیسې په دې روانه جګړه کې په بیا بیا حکومتي کارکوونکي، پولیس او بهرني ځواکونه په نښه کړي دي.
XS
SM
MD
LG