د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو اغېز


واشنګټن ډي سي: امریکايي ولسمشر باراک اوباما له امریکا غږ سره د مرکې پر مهال. نوموړي د تېرې چارشنبې په شپه له افغانستانه د ۳۳۰۰۰ سرتېرو د ویستو اعلان وکړ. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۲۲مې دی.
واشنګټن ډي سي: امریکايي ولسمشر باراک اوباما له امریکا غږ سره د مرکې پر مهال. نوموړي د تېرې چارشنبې په شپه له افغانستانه د ۳۳۰۰۰ سرتېرو د ویستو اعلان وکړ. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۲۲مې دی.
ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو
سرچینې: فنانشل ټایمز، سټراټیژیک فورکاسټنګ


له برېتانیې خپرېدونکې فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي: ((له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د خوندي وتلو لپاره درې کارونه مهم دي. لومړی دا چې سیمه ییز ځواکونه باید وړتیا پیدا کړي، داسې وړتیا چې طالبان او نورې جهادي ډلې وڅاري کړي، طالبان پوره کمزوري شي او د افغان حکومت لپاره یو پلان جوړ شي.))

لومړی خو د امریکا ولسمشر باراک اوباما سره له دې افغانان هڅولي دي چې دا دنده ترسره کړي، خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې هومره ګڼل کېدل، دا کار یې نه دی تر سره کړی.

دویمه خبره د پوځیانو په وینا دا ده چې طالبان د جګړو په دوو موسمونو کې تر دې بریده کمزوري شي چې دوی د روغې جوړې خبرو ته سر ټیټ کړي.

خو راتلونکی اوړی به امریکا درویشت زره پوځیان لږ کړي، ناټو هم یو شمیر ځواکونو له دې هېواده وباسي.

ورځپاڼه زیاتوي ، درېیمه خبره دا ده چې افغان حکومت کمزوری کېږي. خو امریکا باید احتیاط وکړي، داسې نه شي چې یواځې پاتې شي. دا مسله ځکه د یادېدو ده چې ولسمشر اوباما، په خپله وینا کې د چارشنبې په ورځ وویل: ((اوس په کور کې دننه د ملت جوړونې وخت دی.))

خو یوه نړیواله څیړنیزه اداره سټراټیژیک فورکاسټنک په یوې تبصرې کې لیکي: ((له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو پر وړاندې یو شمېر ګواښونه پر خپل ځای دي.))

پاکستان ښایي و نه توانېږي چې له افغان طالبانو سره د روغې جوړې خبرې وکړي ځکه چی اسلام اباد اوس هغومره اغېز پر دغې وسله والې ډلې نه لري، لکه مخکې چې یې درلود.

پاکستان د کور دننه امنیتي اندېښنې لري او له امریکا سره یې هم اړیکي داسې دي چې باور پکې نه ترسترګو کېږي.

پر دې سربېره بهرني لوبغاړي لکه ایران، د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دلته ډېره دلچسپي لري. نو سیاسي همکاري به ګرانه وي چې ترلاسه شي.

پاکستان دا غواړي چې د لویدیځ ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو وېره لري چې د دغو ځواکونو له وتلو سره به د افغانستان اوپاکستان تر منځ د پولې په اوږدو د یاغیانو تګ راتګ ډير شي.

د دې تبصرې یو برخه وايی: ((په بله وینا، امریکا او پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ستونزې سره سمې کړي او پر دې هم غور وکړي چې دا ځواکونه به څه ډول وځي.))
XS
SM
MD
LG