د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تهران کې د ترهګرۍ ضد سرمشریزه


تهران: د ترهګرۍ ضد غونډې تر پیلېدو مخکې د افغانستان، پاکستان او کوربه ایران ولسمشران له یو بل سره ګوري
تهران: د ترهګرۍ ضد غونډې تر پیلېدو مخکې د افغانستان، پاکستان او کوربه ایران ولسمشران له یو بل سره ګوري
رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو


دوه ورځنۍ د ترهګرۍ ضد غونډه د ایران په پلازمېنه تهران کې روانه ده چې په کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، عراق، لبنان او سوډان د ولسمشرانو تر څنګ د ملګرو ملتونو، نړیوالو ټولنو استازي او د نورو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.

د ایران د انګرېزي ژبې پریس ټیلي وېژن خبر ورکړی دی چې په دې دوه ورځینۍ غونډه کې به د ترهګرۍ د مخنیوي پر لارو چارو بحث کېږي. دا غونډه چې نن د ایران په پلازمېنه تهران کې پیل شوې، به سبا هم روانه وي.

په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو ولسمشران برخه اخلي چې په کې، د افغانستان حامد کرزی، د پاکستان اصف علي زرداري، د تاجکستان امام علي رحمان، د عراق جلال طالباني، د لبنان مایکل سلیمان او د سوډان عمر البشیر شامل دي.

ننۍ غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وویل: ((ژمنه کوي چې ترهګري به بریا ته نه پرېږدي.))
تهران: د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ترهګرۍ ضد سرمشریزې تر پیل مخکې په یوه بله غونډه کې. د روان زېږیز کال د جون ۲۴مه.

هغه وویل: ((ترهګرۍ ته د ماتې یواځېنۍ لار د پوهې زیاتول دي.))

ده وویل خلکو ته د کار موکې، تعلیم او ښه روغتیايي اسانتیاو له ورکولو سره ترهګري ماتې خوړلی شي.

زرداري زیاته کړه: ((ترهګري یوه ذهني ناروغي ده چې د تاوتریخوالي او عدم برداشت تبلیغ کوي.))

د ترهګرۍ پر ضد د دې سرمشریزې تر پیل مخکې تېره ورځ د ایران، افغانستان او پاکستان ولسمشرانو له یو بل سره ولیدل او ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو پر لارو یې خبرې وکړې.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا وايي ایراني ولسمشر محمود احمدي نېژاد له خپل افغان او پاکستاني سیال سره د خبرو پر مهال د ترهګرۍ پر ضد د جګړې، د سختدریځۍ او د نشه يي موادو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

د ایراني ولسمشر پر دفتري ویبپاڼې یو بیان خپور شوی چې په کې ویل شوي: ((د درېواړه ولسمشرانو د غونډې پر مهال محمود احمدي نېژاد وویل چې د سیمې د امنیت د ستونزو د هواري لپاره د درېواړو هېوادونو د کلکې همکارۍ اړتیا ده.))

تهران: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ترهګرۍ ضد سرمشریزې تر پیل مخکې په یوه بله غونډه کې. د روان زېږیز کال د جون ۲۴مه.

پر ویبپاڼه په راغلې بیان کې ویل شوي، د خبرو په وخت حامد کرزي ویلي چې کله یې له هېواده ((بهرنیان ووځي نو پاکستان او ایران په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستو کې مهم رول لرلای شي.))


د ترهګرۍ پر ضد په ننۍ سرمشریزه کې مهمه خبره د سوډان د ولسمشر عمر البشیر ګډون دی.

بشیر د خپل هېواد په دارفور سیمه کې د بشریت پر ضد د جنایتونو او د ټول وژنې په تور تورن دی او د جنایت نړیوال عدالت په همدې تورونو د هغه د نیونې امرونه خپاره کړي دي.
په دارفور کې د سوډاني حکومت او نا عربه سوډانیو د ډلو ترمنځ په ۲۰۰۳ز کال کې جګړه پیل شوه چې تر ۲۰۱۰ز کاله روانه وه.
XS
SM
MD
LG