د لاسرسي ځای

پاکستان قانع کړئ چې لوی ګواښ هند نه دی، ترهګري ده!


اېبټ اباد: د اسامه بن لادن له کور سره تر عملیاتو وروسته سوزېدلې ودانۍ. اسامه په اېبټ اباد کې د امریکا ځانګړو ځواکونو وواژه. په دې مقاله کې هم راغلي چې پاکستان ته لوی ګواښ له ترهګرۍ دی. دا انځور د روان زېږیز کال د مې په درېیمه اخیستل شوی دی.

اېبټ اباد: د اسامه بن لادن له کور سره تر عملیاتو وروسته سوزېدلې ودانۍ. اسامه په اېبټ اباد کې د امریکا ځانګړو ځواکونو وواژه. په دې مقاله کې هم راغلي چې پاکستان ته لوی ګواښ له ترهګرۍ دی. دا انځور د روان زېږیز کال د مې په درېیمه اخیستل شوی دی.

ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو
سرچینه: دي ټیليګراف


له برېتانیې په خپرېدونکې ورځپاڼه دي ټيليګراف کې، په يوه مقاله کې راغلي چې پاکستان نه يواځې په افغانستان کې د روغې جوړې په بهير کې رول او اثر لري، بلکې د دې هيواد حالت پر ټوله نړۍ اغير لرلی شي. په مقاله کې ويل شوي چې پاکستان بايد په دې پوه شي چې دوی ته خطر له هنده نه، بلکې له ترهګرۍ دی.

دي ټيليګراف ورځپاڼه ليکي: ((د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر د مياشتې د نهمې او لسمې تر پېښې وروسته لس کال تير شول، خو لا هم د افغانستان حالت د برېتانیې پر امنيت اغېز لري.

په مقاله کې راغلي چې د يوه قوي افغانستان شتون، د يوې خوندي برېتانیا په مانا ده او په افغانستان کې د پوځيانو له شتون سره سره، سياسي هلې ځلې ضروري دي چې د اوسني افغانستان او د هغه افغانستان چې ورته اړتیا ده ترمنځ واټن ختم کړي.

د مقالې ليکوال وايي: ((د برېتانیې د بهرنيو چارو د وزير ويليم هيګ هغه بيان ستايي چې ويلي يې دي، په افغانستان کې د سولې د بهير او خبرو اترو ملاتړ کوي.))

د ليکوال په وينا: ((له مخالفينو سره دې خبرې د ملګرو ملتونو تر سيورې لاندې، له اسلامي نړۍ سره تعلق لرونکي يو منځګړي په مرسته، په يو غير جانبداره هېواد کې وشي. د سولې د بهير پر مهال بايد د افغان ميرمنو او مدني ټولنو غږ هم واورېدل شي.))

د ټيليګراف ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د بهرنيو هېوادونو رول او ملاتړ ډېر مهم دی. د افغانستان شا و خوا هېوادونه لکه پاکستان، ايران، هند، روس، چين او د منځنۍ اسیا ملکونه، ټول د ياد هېواد د راتلونکې په اړه ذمه دارۍ لري.

په مقاله کې راغلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د امريکايي وتونکو پوځيانو د شمير پرځای، د ګاونډيانو رول زيات دی او په دوی کې پاکستان تر ټولو ډېر مهم دی.

ليکوال وايي چې په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژنې دا وښوده چې په دې ملک کې نړيوال ترهګر شته دي. داسې ويل کېدل چې هغه ملکونه ډېر غټ وي نو هغوی به په اقتصاډي لحاظ نه ناکامېږي خو په دې وروستيو کې نړيوال مالي بحران وښوده چې دا خبره ناسمه ده. پاکستان سره د خپل اټومي وسلو او پیاوړي پوځ بيا هم، د ترهګرو پر وړاندې ناکامېدای شي.

ټيليګراف ورځپاڼې ليکلي چې پاکستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی. ۴۳ ميليونه خلک يې د غريبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او داسې ويلي کيږي چې راتلونکی کال به دا شمير دوه هومره شي. پر دې سربېره، په دې ملک کې هره ورځ د تشدد پېښې کېږي.

په مقاله کې راغلي چې پاکستان د برېتانیا لپاره ځکه ډېر اهميت لري چې د برېتانیا نوي زره خلک پاکستاني توکمه دي او برېتانیا د پاکستان څلورم لوی تجارتي ملګری هېواد دی.

د ليکوال په وينا: ((په پاکستان کې ځوانان د عوامو نيمه برخه جوړوي چې اکثره يې بې تعليمه دي. دا بې تعليمه ځوانان د پاکستان او نړيوالو په ګټه نه دي، نو ځکه بايد برېتانیا د پاکستانيانو په تعليم يافته کولو کې پانګه واچوي.))

د ټيليګراف ورځپاڼې د دې مقالې ليکوال زیاتوي چې برېتانیا د پاکستان سياسي او پوځي مشران په دې قانع کړي چې د دوی ملک ته اصلي ګواښ له هنده نه، بلکې له تاوتریخوالي ډک ياغيتوب او ترهګري ده.
XS
SM
MD
LG