د لاسرسي ځای

پاکستان نور پر افغان طالبانو دومره اثر نه لري


اسلام اباد: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن، او د ټولو ځواکونو مشر اېډمرل مایک ملن د پاکستان د سفر پر مهال خبري غونډې ته وینا کوي. سټراټیژیک فورکاسټنګ لیکي اوباما پر داسې مهال له افغانستانه د ځواکونو اعلان کړی دی چې د دواړو هېوادونو اړیکي تر بل ه

اسلام اباد: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن، او د ټولو ځواکونو مشر اېډمرل مایک ملن د پاکستان د سفر پر مهال خبري غونډې ته وینا کوي. سټراټیژیک فورکاسټنګ لیکي اوباما پر داسې مهال له افغانستانه د ځواکونو اعلان کړی دی چې د دواړو هېوادونو اړیکي تر بل ه

ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو
سرچینه: سټراټیژیک فورکاسټنګ


امريکايی ادارې سټراټیژیک فورکاسټنګ له افغانستانه د امريکايي پوځونو د وتلو او پاکستان د رول په اړه يو مقاله خپره کړې چي په کې لیکل شوي: (( کېدای شي پاکستان د دې جوګه نه وي چې له افغان طالبانو سره د سولې په اړه جوړجاړې ته ورسېږي ځکه چې پاکستان اوس پر وسله والو ډلو دومره اغېز نلري لکه پخوا يې چې درلوده. ځکه چې له داسې کولو سره به پاکستان په هېواد کې دننه له امنيتي اندېښنو سره مخامخ شي. بل پلو د پاکستان اړيکي له امريکا سره هم د بې باورۍ ښکار دي.))

سټراټیژیک فورکاسټنګ په مقاله کې ليکلي، د امريکا ولسمشر باراک اوباما له افغانستانه د امريکايي پوځونو د ايستلو د پلان اعلان وکړ او په دې کې هيڅ شک نشته چې د دې پلان په اړه به په واشنګټن کې دننه او دباندې ډېر بحثونه رامنځ ته شي. خو دا يو حقيقت دی چې د امريکايي پوځونو د ايستلو له لارې د پاکستان لخوا له افغاني طالبانو سره خبرې اترې هم پخوا او هم اوس ډېرې مهمې دي، خو پر پاکستان تکيه کول به نوري ستونځي پيدا کړي؛ لکه اول دا چې د امريکا او پاکستان تر منځ ترينګلتيا او بې باوري را منځ ته شوې ده. دویم دا چې پاکستان پر افغاني طالبانو دومره اغېز نلري لکه پخوا یې چې درلوده. او درېیم دا چي پاکستان له خپلو طالب ياغيانو سره جوړجاړی کوي چي د القاعده ملاتړ ورسره دی.

په مقاله کې لیکل شوي، د امريکا او پاکستان تر منځ له سيمې د جهاد د ستونزې له منځه د وړلو پر تګلاره، د دواړو هېوادونو تر منځ بې باوري زياته شوې ده. د دواړو هېوادونو تر منځ ترينګلتيا هغه وخت نوره زياته شوه چي امريکا پر خپل سر په پاکستان کي پوځي عمليات ترسره کړل او د القاعده مشر اوسامه بن لادن يې وواژه. ولسمشر اوباما هم په داسې وخت کې له افغانستانه د خپلو پوځونو د ايستلو اعلان وکړ چې له پاکستان سره يې اړيکي، تر بل هر وخت زيات خراب دي. پاکستان په دې خوشاله دی چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، خو دا وېره هم لري چې د بهرنيو پوځيانو تر وتلو وروسته به د پولې دواړو خواو ته ياغيتوب نور هم زيات شي.

په مقاله کي ليکل شوي: ((د اورپکو پر ضد له امريکا سره د پاکستان همکاري د واشنګټن لپاره د ډاډ وړ نه ده بلکې پر افغان طالبانو د اغېز درلودلو له کبله دا پاکستان ته په ګرانه تمامه شوه. له امريکا سره د پولې دواړو خواوو ته پوځې او استخباراتي همکارۍ او بلې خوا ته د طالبانو په ضد د وسله والو عملياتو مخنيوي، پاکستان له مشکل حالاتو سره مخامخ کړی دی. د دې نتيجه دا شوه چي يو خوا امريکا پاکستان ته د شک په سترګه ګوري چې دوه مخې تګلاره لري، او بلي خوا ته بيا طالبان دا احساس کوي چي پاکستان یې دوکه کوي.))

په لیکنه کې راغلي چې پاکستان به د امريکا لخوا له طالبانو سره د خبرو اترو هرکلی وکړي او دا به پخپله ګټه استعمال کړي، خو په دې پروسه کې نور هېوادونه لکه ايران، د منځنۍ آسيا هيوادونه، روس، چين، هندوستان، سعودي عرب او ترکیه هم رول لري. په دې کې تر ټولو مهم رول ايران لري چي د طالبانو ضد پر جهادي قواو ډېر اغېز لري.

سټراټیژیک فورکاسټنګپه مقاله کې راغلي: ((طالبان دې ته تيار دي چې له القاعده په يو قيمت لارې جلا کړي او پښتانه جهاديان به نړيوالو ته دا باور ورکړي چي، دوی به هيڅ بهرني اورپکي ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له لارې پر امريکا يا ايتلافي هېوادونو بريد وکړي. خو د راپورونو له مخې القاعده په دې خبره ده او نه غواړي چي له طالبانو سره د سولې خبرې اترې کاميابه شي. القاعده په دې لړ کي بېلا بېلې لارې چارې لټوي، او د بهرنيو ځواکونو وتل او د پاکستان کمزورتيا د ځان په ګټه بولي.))

په مقاله کې زیات شوي، دې هر څه ته په کتو سره داسې ښکاري چي د امريکا لپاره به په سيمه کي د خپل تاريخ تر ټولو اوږد جنګ درول ډېر ګران وي!!
XS
SM
MD
LG