د لاسرسي ځای

د ایران دولتي هوايي شرکت په تور لسټ کې


امریکا د ایران دولتي هوايي شرکت په تور نوملړ کې شامل کړی دی.

د امریکا د خزانې او مالي چارو وزارت ویلي د ایران هوايي شرکت د ډله ییزو وژنو د وسلو جوړولو لپاره کارېږي. وزارت وايي، له دې ګام سره به د ایران له هوايي شرکت سره پر تړلو نورو شرکتونو هم بندیز ولګېږي. بلخوا، روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې پر ایران له لګول شویو بندیزونو د سرغړونې د رپورټ مخه نیولې ده. روسیې ته په دې ګام کې د چین مرسته هم ترلاسه ده او دریځ لري دا رپورټ پر ريښتیا نه دی ولاړ او سیاسي موخې لري. پر ایران ملګرو ملتونو بندیزونه لګولي دي، او رپورټونه وايي ایران له دې بندیزونو سرغړونه کړې ده.
XS
SM
MD
LG