د لاسرسي ځای

له پاکستان سره به مرستې جاري ساتو: ویلیم هیګ


د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ ویلي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له دولتي وزیرې حنا رباني کر سره د خبري غونډې پر مهال ویلیم هیګ وویل له پاکستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. هغه وویل هېواد یې له پاکستان سره اوږد مهاله اړیکي غواړي. د ده په خبره، له پاکستان سره به اقتصادي اړيکي لا نور پراخ کړي. پر دې مهال حنا رباني کر وویل هېواد یې غواړي له اوروپايي هغو سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړي.
XS
SM
MD
LG