د لاسرسي ځای

په پاکستان کې پټنځایونه نه منو: هېلري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وايي د هېواد چارواکي يې د افغانستان د شخړې سیاسي حل میندل غواړي. د دې وروستۍ نتیجې به له طالبانو سره خبرې اترې وي.

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د سینېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ ته د وینا پر مهال مېرمن کلنټن وویل تاریخ ورته ښيي چې د پوځي فشار تر څنګ اقتصادي موقعې، سیاسي او سفارتي بهیر له ټولو غوره لار ده چې اورپکي واله ختمه کړي. نوموړې وویل په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه ورته د منلو وړ نه دي، او په دې اړه یې پاکستان ته ویلي هم دي.
XS
SM
MD
LG