د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې دوه مشکوک ترهګر نیول شوي


سیاټل: په امریکا کې نیول شوی ابو خالد عبداللطیف. د امریکا د انصاف او عدالت وزارت وايي، ده غوښتل د واشنګټن ایالت په سیاټل کې پر یوې پوځي اډې له خپل ملګري ولي مجاهد سره برید وکړي.
سیاټل: په امریکا کې نیول شوی ابو خالد عبداللطیف. د امریکا د انصاف او عدالت وزارت وايي، ده غوښتل د واشنګټن ایالت په سیاټل کې پر یوې پوځي اډې له خپل ملګري ولي مجاهد سره برید وکړي.
رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو

د امریکا د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کې دوه کسان د پوځ پر یوه مرکز د برید د هڅې په تور نیول شوي دي. د دې کسانو نومونه ابو خالد عبداللطیف او ولي مجاهد دي.

د امریکا د انصاف وزارت په یوه بیان کې لیکي چې نیول شوی ابو خالد عبداللطیف ۳۳ کالن دی او د جوزف اېنتني ډېوېس په نوم هم پېژندل کېږي، دی د سیاټل اوسېدونکی دی. همدا راز، دویم کس ولي مجاهد د فرېډریک ډومېنېګ جونییر په نوم هم پېژندل کېږي، دی د لاس اېنجلس دی او ۲۳ کالن دی.

د امریکا د انصاف وزارت په خپل بیان کې ویلي: ((دا کسان د جنايي شکایت، چې د ترهګرۍ او وسلې ساتلو اړونده تورونه یې لرل، پر اساس نیول شوي دي. په دې شکایت کې دعوه شوې ده چې له عبداللطیف او ولي مجاهد دواړو سره ماشیندارې وې چې دوی اخیستې وې. دوی دا چل جوړ کړی وو چې دا وسله د سیاټل په ایسټ مارجېنل وې کې پر پوځي مرکز د برید لپاره وکاروي.)) بیان وايي دې دواړو کسانو غوښتل چې برید د دې وسلې او لاسي بمونو په کارولو وکړي.

د انصاف وزارت وايي عبداللطیف او مجاهد دواړه د قانون عملي کوونکیو ادارو تر څار لاندې ول چې د دې برید مخنیوی وکړل شي، او عام ولس وساتي.

بیان وايي دې دواړو لومړیی د واشنګټن ایالت د لیوېس-مک کارډ پر ګډې اډې برید کول غوښتل، چې بیا یې وروسته یې خپل هدف بدل کړ. دا ځای د امریکا د پوځ او هوايي ځواکونو ګډه اډه ده.

بل پلو، رویټرز خبري اژانس په یوه رپورټ کې لیکي: ((که چېرې په دې دواړو نیول شویو کسانو جرم ثابت شو، نو دواړو ته د عمر قید سزا هم اورول کېدای شي.))

ټیکساس: د مېجر ډاکتر نېدال ملک حسن انځور چې پر تور دی چې په ۲۰۰۹ز کال کې یې د فورټ هوډ پر پوځي اډې د برید پر مهال ۱۳ کسان وژلي ول. عبداللطیف مخبر ته د ده مثال ورکړی وو.
رویترز خبري اژانس لیکي یوه ناپېژندل شوي کس عبداللطیف له کالونو راهیسې پېژنده. چارواکي وايي، عبداللطیف هغه کس ته تېره میاشت ورغلی وو او ورته یې ویلي ول چې په دې چل کې دې ورسره برخه واخلي او ورته دې وسله په لاس ورکړي. خو دا کس له هغه سره د مرستې پر ځای، د سیاټل د پولیسو څانګې ته ورغی.

حکومتي وکیلان وايي، بیا دا کس چې پخپله هم د جرمونو رېکارډ لري، د پولیسو پټ مخبر شو او د دې دوو کسانو په نیونه کې یې کار وکړ. دې مخبر پولیسو ته ویلي عبداللطیف ورته ویلي ول: ((که د ټیکساس په اډې کې یو کس دومره زیات وژلی شي نو که دوی درې واړه برید وکړي نو ډېر زیات کسان به ووژني.))

په ۲۰۰۹ز کال کې د امریکا د ټیکساس د فورټ هوډ په پوځي مرکز کې یوه کس ډزې کړې وې او ۱۳ کسان یې وژلي ول. د دې تور د پوځ پر یوه مېجر ډاکتر نېدال ملک حسن پوری شوی دی او د هغه مقدمه روانه ده. عبداللطیف هم، مخبر ته د همدې پېښې مثال ورکړی وو.

عبداللطیف دې مخبر ته ویلي پر پوځي مرکز د برید موخه، د ده په وینا: ((په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جرمونو ځواب ورکول دي.))

د امریکا د پلټنو د فېډرالي ادارې له یوې اجازت نامې سره سم، له دې مخبر سره د خبرو پر مهال، د ځېنو موقعو وېډیويي او غږیز رېکارډ هم شوی دی.

رویټرز خبري اژانس زیاتوي، تېره ورځ، دواړه نیول شویو ته د دوی پر ضد دایر شوي تورونه ورته اورول شوي دي. د جولای په اوومه نېټه به د دې تورونو د مقدمې لومړۍ اورېدنه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG