د لاسرسي ځای

رپورټ: احمدشاه اعظمي، مشال راډیو

په پاکستاني پوځ کي د لوړ رتبه افسرانو له حزب التحرير سره د تړاو شکونو، د ولس په ذهنونو کي اندېښنې پيدا کړي دي. د عام ولس د حيرانتيا خبره دا ده چي له القاعده يا طالبانو سره د ځېنو چارواکو د اړيکو ګنګوسې تر غوږو کېدې خو حزب التحرير د دوی حيرانتيا او اندېښنې نوري هم زياتي کړي دي. دا چي په پاکستاني پوځ کي اسلامي تندلاريتوب څنګه پيل شو او د دې مخنيوی څرنګه کېدای شي.

د پاکستان پوځ د نهي په ورځ یو لوړپوړی پوځي چارواکي بريګيډيېر علي خان له لا قانونه ګرځول شوي تنظيم حزب التحرير سره د تړاو لرلو په تور ونيوی. تر دې يوه ورځ وروسته په پاکستاني پوځ کي د مېجر د رتبې څلور نور پوځي چارواکي له اسلامي تندلارو سره د تړاو په تور تر پوښتنو ګروېږنو لاندي راوستل شول.

د بريګيډيېر علي خان تر نيولو وروسته د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اطهر عباس خبري رسنيو ته وويل چي نوموړی يې له نړيوال تندلاري اسلامي تنظيم حزب التحرير سره د اړيکو درلودلو په تور نيولی دی خو د هغه مېرمن او وکيل د پوځ تور بې ځايه بولي او وايي چي نوموړی پر دې خبره نيول شوی دی چي غوښتل يې د پاکستان په اېبټ آباد ښار کي دي د اسامه بن لادن په ساتلو کي د لاس لرونکو کسانو احتساب وشي.

په پاکستاني پوځ کي د لوړ رتبه افسرانو له حزب التحرير سره د تړاو شکونو د ولس په ذهنونو کي اندېښنې پيدا کړي دي. د عام ولس د حيرانتيا خبره دا ده چي له القاعده يا طالبانو سره د ځينو چارواکو د اړيکو ګنګوسې تر غوږو کېدې خو حزب التحرير د دوی حيرانتيا او اندېښنې نوري هم زياتي کړي دي.

د حزب التحرير يو پخوانی غړی او د ترهګرۍ په ضد د يو ادارې مشر ماجد نواز خبري رسنيو ته د ياذد تنظيم په اړه وويل چي دا په ۱۹۵۳م کال کي د يو سخت دريځه اسلامي تنظيم په حېث جوړ شو چي موخه يې په نړۍ کي د ټولو مسلمانانو لپاره د يو واحد خلافت جوړول دي. که چيري د دوی له غوښتني سره سم يو يا له يوه څخه زيات پياوړي اسلامي هيوادونه دوی تر خپل اغېز لاندي راولي نو د خلافت اعلان وکړي نو دا د دوی لپاره د ټولي اسلامي نړۍ د يووالي لپاره لومړی ګام وي. ماجد نواز زياتوي چي حزب التحرير په ولس کي د جهاد پيلولو هڅه هم کوي.

په عمومي توګه د پاکستان پر پوځ دا تورونه دي چې انتها پسنده مذهبي رجحانات پکې زیات دي. په پاکستاني پوځ کي د اسلامي سخت دريځۍ په اړه د پوځ يو پخواني چارواکي بريګيډيېر ريټايرډ اسد منير مشال راډيو ته وويل چي د ضياالحق په دور کي د افغان جهاد پر مهال په پاکستاني پوځ کي اسلامي تندلاريتوب پيل شو.

((د افغانستان د جهاد په شپو کي ضياالحق هڅه وکړه چي پوځ د اسلام خوا ته راواړوي او دې ته يې يو شعار کښېښودی چي ايمان، تقوا او جهاد في سبيل الله. په ۱۹۸۸م کال کي د هغه تر وفات وروسته بيا په پوځ کي يو ارادي کوشش وشو چي په پوځ کي سخت دريزي نه ده پکار ځکه چي پوځ يو داسي اداره ده چي له هغه سره ټوپک دی او که چيري په يو حکومتي اداره کي سخت دريزي وي نو هغه دومره اثر نلري)).

ځيني کارپوهان په دې نظر دي چي په پاکستان کي که هره اداره پخپل چوکاټ کي دننه کار وکړي نو د سخت دريځۍ مخه به ونيول شي. د پاکستان د پوځ يو پخوانی چارواکی او د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيېر ريټايرډ محمد سعد وايي چي پوځ ته په کار ده چي له سياست څخه لاس واخلي او د هيواد واک ټاکل شوي حکومت ته پريږدي.

((په پاکستان کي پوځ او استخباراتي ادارو ته په کار ده چي سياسي حکومت دې ته پريږدي چي د هيواد په اړه تګلاره جوړه کړي ځکه چي هغه د ولس په خوښه او رايو باندي منتخب شوی دی. تر څو پوري چي دغه طاقت سياسي حکومت ته نه وي ورکړل شوی نو ستونځي به وي. سياستدان همېشه د مفاهمت خبره کوي او له نورو هيوادونو سره غوره اړيکي ساتلای شي)).

ځيني کاپوهان وايې چې پاکستاني پوځ د يوې ادارې په حيث د يوه سنجول شوي پلان له مخې په اداره کې دننه اسلامی تند لاريتوب ته وده ورکړې ده خو ځيني بيا وايي چې دا يوه ادارتي پاليسې نه بلکه په پوځ کې دننه ځيني کسان په شخصي توکه انتها پسنده رجحانات لري
XS
SM
MD
LG