د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان پارلمان ۶۲ غړي نااهله وګرځول شو



د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو ځانګړي عدالت د خپلو څیړنو د نتایجو د اعلان په مهال د ولسي جرګې ۶۲ پارلماني غړي نااهله وګرځول.

ځانګړي عدالت شا اوخوا پنځه میاشتې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د تیرو انتخاباتو په اړه څیړنې وکړې او د زیارت/پنجشنبې په ورځ یي په یوه غونډه کې خپله پریکړه اعلان کړه.

د ځانګړي عدالت مشر صدیق الله حقیق غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ، چې د دوي څیړنې رڼې او بې طرفه وې، کوم شی چې موږ ته د امانت په توګه را سپارل شوي په اړه یې نړۍ ته هم ځواب ورکونکي یو.٬٬

په نااهله شویو پارلماني غړو کې له هرات شپږ ،له غزني څلوراو له کابل پنځه وو.

۶۲ نااهله شوي پارلماني غړي د افغانستان له ۲۶ ولایتونو او د کوچیانو له ډلې دي، خو ارزګان،نیمروز، کونړ،پروان، کاپیسا او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د ځانګړي عدالت د چارواکو په خبره کوم بدلون په کې نه تر سترګو کیده.

پنجشیر او بامیان بیا هغه ولایتونه دي چې هیڅ شکایت په کې نه وو .

بل خوا اعتراض لرونکو کاندیدانو د ځانګړي عدالت د دغو څیړنو هرکلی وکړ او ویې ویل، افغان حکومت په ریښتینې توګه وښودله چې بې قانونه کار په افغانستان که نه شي ترسره کیدی.

اعتراض لرونکی کاندید داود سلطانزوي چې د ننني لست له مخې د ولسي جرګې غړی شو وايي ، چې له دې څیړنو ګټه دا ګټه راووته چې پر قضایي څانګو به د خلکو باور زیات شي او هم به د افغانستان راتلونکې له دې څخه ښه عبرت واخلي.

سلطانزوی وایي افغان حکومت باید هغه کسان عدالت ته راوکاږي چې درغلۍ یې کړي وې.


ځانګړي عدالت دغه نتیجې په داسې حال کې اعلان کړې چې ولسي جرګې په وار وار دغه عدالت نا قانونه بللی اود ختمېدو غوښتنه یې کړې وه .
XS
SM
MD
LG