د لاسرسي ځای

قذافي په خپل نوي ویډیويي پیغام کې د ناټو غندنه کړې


د لیبیا مشر کرنل قذافي خپل نوې آډیو پیغام د سرکاري ټیلیوژن د لارې نشر کړې دې چې پکې یې په ڼاټو ځواکونو تور لګولې دې چې د دوي په بریدونو کې ولسي خلک وژل کیږي او د دې خبرې پخلې یې کړې چې د حکومت مخالفه یاغیانو او غربي اتحاد پر ضد به مزاحمت جاري ساتي.

دا پیغام د نېټو چارواکو له هغې وینا څو ورځې وروسته راغلې چې د هغوي په خبره کیدای شي چې د قذافي د پوځونوپر ضد د کاروايي په وخت کې ولسي خلک هم وژل شوي وي.

بلخوا اټلي غوښتنه کړې وه چې په لیبیا کې د بشري مرستو لپاره دې اوربند وکړل شي خو فرانس او بریتانیا د پوځی کاروايي پر جاري ساتلو زرو ورکړې دی.
XS
SM
MD
LG