د لاسرسي ځای



ظفرکريمي کراچۍ

په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب په پېښو کې که يوې خوا ته ډېرې خلکو خپل ځانونه له لا سه ورکړي دي نو بلې خوا ته د ډيرو خلکو کاروبارونه هم اغيزمن شوي دي .

۳۰ کلن نصيب الله د ښار د اورنګي ټاون اوسيدونکی دی ـ هغه وايي مخکې به يې د سورلو بس چلولو ،خو ښار کې هره ورځ د هدفي وژنو پېښو دې ته مجبور کړی دی چې وچه پريږدي او سمندر پلو مخه وکړي.

نصيب الله اوس په سمندر کې کشتۍ چلوي ،” ګاړۍ چلول مې ځکه پريښود چې هره ورځ به حالات خراب وو،يوه ورځ به مې ګاړی وچلو ،بله ورځ به حالات خراب و،هدفې وژنې وې ،ګولۍ به چليدلې ـ بس وروره له دغې وجې سمندر ته راغلم ـوروره دا ډېر ګران کار دی ،اسان نه دی ـ دا ته چې اوس کومې کشتۍ کې ناست يې ،دا انګريزانو جوړه کړې ده او دې ته وايي لايف بورډ ــ چې د خدايې له طرفه حکم نه وي نو دا نه ډوبيږي ،دې کې به اوبه راشي او پوره به د اوبو نه ډکه شي خو ډوبيدی نشي٬٬


نوموړی وايي د اتوار په ورځ يې کار روزګار ښه وي او هغه ځکه چې په دغه ورځ ګڼ شمير خلک او ښځې د سېل لپاره د سمندر غاړې ته راځي ،او دده په کشتۍ کې د کيماړۍ نه منوړۍ ته پوريوزي ،”دلته هم کار ښه دی ،درې څلور سوه پکې د کشتۍ مالک ته ورکړو او ځان له هم پکې ګوله ډوډۍ برابر و ـ خلک راځي ،ګرځي راګرځي ،سمندر نه مزه اخلي ـ لانچونه چې پورته کيږي ښکته کيږي دا ګوري ،جون ،جولاي اګست پورې د سمندر مستي وي ،دې کې اوبه تيزې وي ،چپې هم راوړي ـ د منوړۍ نه کيماړۍ پورې يو نيم کيلوميټره لار ده او موږ له سړي سر نه شل روپۍ کرايه اخلو او يوه کشتۍ کې پنځه ويشت نه تر پنځه ديرش پورې کسان کينوو ـ د وچې نه الحمدالله د سمندر کار خدايې زما دپاره ښه ګڼلی دی٬٬

نصيب الله وايي کراچۍ کې پيدا شوی او لوی شوی دی خو پلرنی ټاټوبی يې د پښتونخوا صوبې بنو ضلع ده ـ هغه زياتوي کلي کې يې پوله پټې نشته نو ځکه هغه مجبور دی چې د لاسو مزدوري وکړي او حلاله روزي وګټي ـ نوموړی وايي ښار کې يې امن خوښ دی خو که څومره هم بدامني راځي هغه به د ځان لپاره متبادل روزګار لټوي خو په هيڅ قيمت کراچۍ پريښودو ته تيار نه دی ـ
XS
SM
MD
LG