د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ له څلور نورو افسرانو پلټنې کوي


د پاکستان پوځ ویلي دوي له ناقانونه ګرځول شوو سخت دریزه ډلو سره د تړاؤ په تور کې د نورو څلورو پوځي افسرانو نه هم تحقیقات کوي.

د پوځ ویاند میجر جنرل اطهر عباس وايي له څلور پوځي میجرانو څخه له حزب تحریرسره د مشکوک تړاؤ په ترڅ کې پوښتنې شوي دي خو دوي نیول شوي نه دي او نه هم هغه د دې افسرانو نومونه ښودلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې پاکستاني پوځ ووویل له حزب تحریر ډلې سره د تړاؤ د رابطو په تور کې یې یو بریګیډیر علي خان نیولې دې. حزب تحریر نړیوال اسلامي تنظیم دی چې د نړۍ د اسلامي هیوادونه د یو خلافت لاندې د راغونډولو پر نظریه کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG